د تېرې جمعې (تلې په ۲۶ مه ) په ورځ د ننګرها په هسکې مینې ولسوالۍ په جودرې کلي کې خلک په عبادت بوخت وو. دوی نه وو خبر چې وروستی عبادت یې دی، چاودنه پرې وشوه چې په کې ۳۷ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول؛ په دې کې سپینږیري او ځوانان وو چې ۲۷ په کې د ښوونځي زده کوونکي وو.
د پښې په اړه غبرګونونه :
یوناما ویلي چې د خلکو د عبادت پر ځايونو حملې پر نړیوالو قوانینو تېری دی او جنګي جنایت ګڼل کېدلی شي.
د علماوو شورا وایي: “د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا دغه پېښه په کلکو ټکو غندي او دغه پېښه د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بولي، دغه پېښه د مسلمانانو پر روحیه زیات منفي اغېز پرېښودلی شي او دا د افغانستان د مسلمان ولس پر وړاندې یو ناروا او د نه زغم وړ عمل دی.”
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې بشري جنایت بولي او زیاتوي: “دغه عمل یو بشري جنایت دی او که د کومې جنګي ډلې له خوا شوی وي، نو یو جنګي جنایت دی، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومت څخه غواړي چې د داشان پېښو عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.”
مدني فعالان له حکومت نه غواړي چې د ملکیانو ژوند خوندي کړي.
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس هم پر ټوېټر ولیکل چې د ننګرهار په یوه جومات کې عمدي حمله چې لمونځ کوونکي په کې ووژل شول، په شدت غندي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت هم پر ټوېټر لیکلي چې په ننګرهار کې حمله غندي او د نړیوال ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
په دې ورستیو کې ، زموږ ډېری ارزښتونه له خاورو سره خاروې شول. اوس زموږ په کور کې ښځې هم وژل کېږي، د خوشالۍ محفلونه په غم اوړي؛ هغه جومات چې د امن ځای وو، نور جومات هم په امن کې نه دی؛ دې جنګ هر څه ررانه وخوړل.
د هسکې مینې پېښه وړه حادثه نه وه، چې باید سترګې هم پرې پټې نشي. ولس ته په کار ده چې لږ د ځان غم پخپله هم وکړي. تر څو به موږ دولت ته سترګې نیولې وي؛ دا خو زموږ یو غریب دولت دی چې په هر سیمه کې ورته ستونزې جوړې دي، که یو ښه نظام هم ولرو؛ چې تر څو موږ ورسره همکار نه شو او همکاري د خپل ځان او خپل وطن په خاطره ورسره ونه کړو همداسې به وژل کېږو او نور به یوازې يه غندنه ډاډګیرنه راکوي.
هیڅوک هم دومره ملامت نه دي لکه موږ چې په خپله ګرم یو. یوناما په يو راپور کې وویلي: چې د روان کال په درېیو میاشتو (جولای، اګست، سپټمبر) کې ۴۳۱۳ ملکي افغانان په جګړه کې وژل شوي یا زخمیان شوي دي.
دا لږ کسان نه دي، موږ ته خو اوس عادي ښکاري؛ ځکه بېخي عادت شوي یو. هره ورځ د مرګ خبرونه اورو، هره ورځ د یو چا د مرګ کیسئ ته چوک چوک کوو؛ که دا لړۍ روانه وي، یوه ورځ به موږ هم له لمنې نه نیسي.
راځئ! نور د یوې رښتینې سولې په راوستو کې مرسته وکړو او خپل ژوند خوندي کړو.