تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: د ټاکل شوې چې بروکسل سبا چهار شنبه او پنجشنبه د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې کوربه وي چې په دویمه ورځ به یې د افغانستان په اړه مهم بحثونه وشي.

د امریکا د دفاع وزیر له کابل څخه د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته روان شوی او وايي، دا ځل به په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور له ناټو سازمان غړو سره وارزوي.

مالک اېسپر چې له ولسمشر غني، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر معسود اندرابي او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له قومندان سکاټ مېلر سره جلا لیدنې درلودې، تېره شپه بروکسل ته له روانېدو وړاندې وویل، د سترګولیدلی حال به د ناټو غړو ته هم وړاندې کړي: (( زه به د سترګو لیدلی حال وایم، تمه لرم چې شریکان به مو په افغانستان کې د دوامداره ملاتړ اعلان وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم بروکسل ته رسېدلی او د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې یې د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره لیدنه کړې ده.

ښاغلي برګ له دغې لیدنې وروسته په خپل ټویتر لیکلي چې ناټو د افغانستان ملاتړ او د سولې شرایطو برابرولو ته ژمنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *