تاند- د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې له فرقوي شخړې وروسته په راولپنډۍ ښار کې په ګرځېدو بندیز لګولی دی.

پرون په اسلام اباد کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ په شخړه کې اته سنیان ووژل شول.

دا شخړه په داسي حال کې وشوه چې شیعه ګانو د عاشورا په مناسبت ماتم کاوه. د عاشورا ورځ شیعه وو ته په ځانګړي ډول زیاته مهمه ده. دوی په دې ورځ ویر کوي او خاص مراسم پرځای کوي.

د پنجاب یوه ایالتي چارواکي شعیب بن عزیز نن وویل چې د راولپنډۍ اوسېدونکو ته امر شوی چې تر بلې خبرتیا پوري له کورونو راونه وځي.

حاضردمه د راولپنډۍ او اسلام اباد پر واټونو او سړکونو پولیس او پوځیان ګزمه کوي.

د پولیسو یوه چارواکي محمد وسیم وویل چې په شخړه کې ۳۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

ویل شوي چې شیعه ګانو ګڼو دواکانونو ته اور ورته کړ.

د اطفاییې یوه مسوول چارواکي محمد مظهر وویل چې تېره شپه د شیعه ګانو دوو جوماتونو ته اور ورته کړای شوی دی.

په افغانستان کې د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې بې له کومې پېښې په ځای شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *