رسنيزه خبرپاڼه

سه شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې ۳۰ مه، کابل – افغانستان

د دوامدارې برښنا درلودلو لپاره د استوګنې په کورونو کې د بام پر سر د لمریزې برښنا انرژۍ کارونې لومړنۍ ملي برنامې د پرانېستنې ورکشاپ د ۱۳۰ کورنیو او بهرنیو کمپنیو مسؤلینو په ګډون پیل شو. 

په دې پیل غونډه کې، چې د افغانستان برښنا شرکت په نوښت د کابل سټار هوټل د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د سوداګریزو چارو رئیس احمد خالد ستانکزي، د عملیاتي ریاست سرپرست انجنیر محمدناصر احمدي، د مالي او اداري ریاست سرپرست محمدالیاس صمدي او د برښنا شرکت د یو شمیر نورو څانګو مسؤلینو او دغه راز د اوبو او انرژۍ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، مالیې، سوداګرۍ او صنایعو او اقتصاد وزارتونو د مشرتابه پلاویو او د سوداګرۍ خونو مسؤلینو ګډون کړی ؤ. 

د بام پر سر د لمریزې برښنا سیسټم جوړولو لپاره له کمپنیو سره هوکړې ته د رسیدو ورکشاپ پیل غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي انجنیر امان الله غالب په خپله وینا کې ددې پروژې په اړه معلومات ورکړل او په هېواد کې د برښنا تولید سرچینو برخه کې د بام پر سر د لمریزې برښنا سیسټم یوه غوره او ګټوره پروژه وبلله او د افغانستان برښنا شرکت له لوري یې له ګرانو هېوادوالو سره د دوامدارې برښنا درلودلو لپاره د هغوی ملاتړ برخه کې ستره لاسته راوړنه وبلله. 

د بام پر سر د لمریزې برښنا سیسټم جوړولو لپاره له کمپنیو سره هوکړې ته د رسیدو ورکشاپ پیل غونډه کې د مینه والو شرکتونو د لومړنۍ مسودې لپاره هوکړې ته د رسیدو لپاره ګډې خبرې وشوې او ددې پروژې ټولو تخنیکي، اقتصادي، قانوني او اداري پړاونو په اړه نظرونه تبادله او معلومات ورکړل شول. 

د بام پر سر د لمریزې برښنا او اوبو ګرموونکي سیسټم جوړولو ملي برنامه کې به د استوګنې کورونو ته د لمریزې برښنا سیسټم تر ټولو مخکې له کابل پوهنتون سره شریک او له بشپړې ارزونې وروسته به له ټاکلو کمپنیو د سیسټم لپاره څیړل او ارزول شوي توکي اخیستل کیږي. 

ددې سیسټم ټولو توکو پنځوس سلنه لګښت به پیرودونکي په پیل کې ورکوي او پاتې پنځوس سلنه نور لګښت به یې د افغانستان برښنا شرکت له لوري له پیرودونکو د برښنا بیلونو کې د دریو کلونو په موده کې ګرځول کیږي. 

لمریزه او بادي برښنا د نوې کېدونکې انرژۍ له ډلې دوه مهم ډولونه دي، چې دا مهال د نړۍ په کچه ترینه ګټه اخیستل کیږي او د افغانستان برښنا شرکت هم د برښنا انرژۍ له اړخه پر ځان د بسیاینې په موخه دې برخو کې ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري او د ټولو اړوند پلانونو بشپړاوي لپاره یې د افغانستان برښنا شرکت په چوکاټ کې د عملیاتي ریاست تر چتر لاندې د نوې کېدونکې انرژۍ معاونیت هم رامنځته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *