تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، په اچین ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۶۲ جنګیالي وژلي، ۳۲ نور یې ټپیان کړي خو خپل ۱۰ سرتېري یې هم په جګړه کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تاند ته وویل، والي شاه محمود میاخېل اچین ولسوالۍ ته سفر کړی او د یوې نیمې میاشتې راهیسې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ارزولی دی: (( په دغو عملیاتو کې ۶۲ داعشیان وژل شوي چې زیاتره یې بهرنیان دي، همداراز ۳۲ نور ټپیان دي، زموږ ۱۰ سرتېري هم په شهادت رسېدلې او ۴ نور ټپیان دي.))

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې د داعشیانو ۳۰۰ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.

د سیلاب قول اردو قومندان عبدالهادي ترین بیا وايي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼې سیمې له داعشیانو پاکې کړې دي او له دې وروسته به څو بېزونه او پوستې هم واچوي تر څو داعشیان بیا راونه ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *