تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: د سرپل ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجابي وسله والو ۴۰ کورنۍ ځای پر ځای شوې دي.

د غور د والي ویاند تاند ته وايي، د نورو هېوادونو د وسله والو کورنۍ هم شته، خو زیاتره یې پنجابیان دي چې په سرپل ولایت کې یې اړولي دي.

ښاغلی اماني وايي، لا یې دلیل معلوم نه دی چې دا وسله وال د څه لپاره په کوهستان ولسوالۍ کې تم شوي؟ خو امنیتي او کشفي راپورونه بیا وايي، دا ۴۰ کورنۍ په سرپل کې د داعش ډلې لپاره د زمینه سازۍ لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د یادونې ده چې داعش ډلې پخوا هم په سرپل ولایت کې د یو کلي ۶۰ کسان وژلي وو، چې وروسته یې بیا ریښې وویستل شوې، خو اوس چې په دغه ولایت کې زیاتره بلوچان اوسېږي د داعش د راپیدا کېدو اندېښنې بیا راټوکېدلې دي.

همدا راز سرپل د طالبانو د پراخ حضور له کبله هم د شمال ناامنه ولایت شمېرل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *