تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: ولسمشر غني جاپان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن غرمه د جاپان له لومړي وزیر شینزوابې سره لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام او افغان سولې په اړه غږېدلی دی.

ولسمشرغني د جاپان لومړي وزیر څخه وغوښتل چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي او همداراز ددې هیواد پانګه وال پانګونې ته وهڅوي.

د جاپان لومړي وزیر شینزوابې بیا له ولسمشر سره په خبرو کې د ترورېزم په مقابل کې د افغانانو د جدي مبارزې ملاتړ وکړ او ویې ویل، هیواد یې هیله لري او هڅه کوي ترڅو افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي.

د جاپان لومړي وزیر څرګنده کړه، هیواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغان حکومت او خلکو په رهبرۍ پرمخ یووړل شي او په دې برخه کې جاپان همکاریو ته اماده دی، خو په مقابل کې یې له کابل څخه وغوښتل چې د شمالي کوریا د جاپان امنیت ګواښوي او ولسمشر غني دې د شمالي کوریا پر وړاندې د جاپان د مؤقف ملاتړ وکړي.

همداراز د جاپان لومړي وزیر وویل، د افغانستان د کانونو د قوانینو معیاري کول د کانونو د استخراج او انکشاف په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده او د افغانستان پر کانونو پانګونې ته یې د خپل هیواد لېوالتیا وښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *