څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، افغانستان یو غرنۍ هېواد دی، چې د آسیا په لویه وچه کې، له څلورو خواوو په وچو او غرونو تړلې دی. د افغانستان تاریخي، جغرافیایي او اقتصادي ځانګړتیا په پام کې نېولو سره، په اوږد مهال او لنډ مهال کې د مواصلاتې لارو جوړونه، په وخت او لګښت سره ممکن وو، خو په اوسنۍ شرایطو کې، د هېواد د ملي بودجې په پام کې نېولو سره، ناشونې ښکاري. دغو ستونزو ته په کتو سره، غوره ده چې د ځمکنۍ ترانسپورت پر ځای، د هوایي ترانسپورت نه ګټه واخیستل شي، چې د مسافرینو او توکو د لېږد را لېږد په برخه کې، د ترانسپورتي چوپړتیاو وړاندې کولو، د هوایي کرښو په خلاصولو سره، موجوده ستونزه لري کېدای شي. په دويم قدم کې په افغانستان کې هوايي ټرانسپورټ ته پاملرنه وشوه. په افغانستان کې د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې د لومړي ځل لپاره يوه اداره د هوانوردۍ د تنظيم په موخه د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه چې وروسته دغه په مديريت بدله شوه او د هوايي ځواکونو په چوکاټ کې راغله. په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د هوانوردۍ کړنې په کال 1306هـ ش کې پيل چې په همدې کال د شوروي اتحاد يوې کوچنۍ الوتکې په مياشت کې دوه ځله د کابل او ترمز تر منځ الوت (پرواز) پيل کړ. په افغانستان کې په لومړي ځل په کال1333هـ ش کې د اريانا افغان هوايي شرکت تاسيس شو چې اوسمهال يو شمېر نور شرکتونه لکه صافي،کام اير، شرکتونه په افغانستان کې کورني او بهرني پروازونه تر سره کوي.

چې دغې موضوع، د آریانا او باختر هوایي شرکتونو، د نویو الوتکو په پېرودلو سره، او د عصري هوایي ډګرونو جوړېدنه، په ډېرۍ ولایتونو کې عملي بڼه  ومونده.

د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د لیږد او رالیږد د چټکو لارو (ځغلوال وسایلو) پراختیا ورو، ورو په افغانستان کې هم ترسره شوه.

د لومړي ځل لپاره  په ۱۹۲۳ زیږدیز کال کې، د هوایي ترانسپورت څخه، په افغانستان کې ګټه واخیستل شوه، چې هغه مهال یې ډېر لږ ګټه اخیستل کېده؛ تر هغه پورې یوازې، په نړیوالو پروازونو کې، محدود وو او د اوس په شان، دومره پرمختګ نه و موندلۍ.

ځینې نړیوالې کرښې، د افغانستان له فضا څخه، د تېرېدو اجازه غوښتنه وکړه، او په ۱۹۲۸ کال کې، یوازې د افغانستان او روسیې ترمنځ، یو کوچنۍ روسي الوتکه تګ را تګ کاوه، په ۱۹۳۸ کال کې، د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د جرمني لوفت هانزا شرکت، یو درې ماشینې الوتکې د برلین څخه، د کابل او هرات په لور او له هغه ځای نه جاپان هېواد ته پرواز وکړ، د دویمې نړیوالې جګړې له کبله، اروپایي او آسیایي هېوادونو همداسې افغانستان، نیغ په نیغ او یا په غیر مستقیم توګه، اغیزمن شو او دغې اغیزې په هوایي کرښو باندې، کلونه ادامه درلوده.

په ۱۳۳۴ کال کې، د آریانا شرکت، د پانګې اچونې د تګلارې له مخې ، چې ۵۱٪ پانګه دولت ته او ۴۹٪ پانګه، اندیمارد کمپنۍ ته ورکول کېده، چې وروسته یې پان امریکن د هغه پر ځای برخه واخیسته. په بهرني او کورني هوایي کرښو کې، په داکوتا ډوله الوتکې سره، په کار پیل وکړ، د دې الوتکو څخه د ۳۰ تنو ظرفیت په لرلو سره، د مسافرینو سر بېره، د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه هم ګټه اخیستل کېده.

د ۱۳۳۵ کال په وروستیو کې، د ملکي هوایي چلند ریاست، د یوې رسمي دولتي مؤسسې په توګه، تاسیس شوه، چې لومړۍ ځل د پاکستان او ترکیي هېوادونو سره، ګډ تړون لاسلیک وکړ، او وروسته یې د قندهار نړیوال هوایي ډګر جوړ کړ.

د کندهار نړیوال هوایي ډګر له لارې، د دهلي او تهران واټن د کراچۍ په پرتله ۵۰۰  مایله نږدې دی او د آسیا د هوایي کرښو واټن په پام وړ اندازه، نږدې کېږي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر چې اوس د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر نومیږی، د بهرنیو او کورنیو پروازونو په برخه، په عملي توګه، په ۱۹۶۳ کال کې، ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. کابل د هېواد د پلازمینې په توګه، باید دهند، پاکستان، ایران، لبنان او اروپایي هېوادونو ته بهرني پروازونه، همدا راز، د هېواد د ننه لویو او کوچنیو ښارونو ته پروازونه ولري. سر بېره پر دې، د کابل نړیول هوايي ډګر، د روسیې اېر فلوت شرکت، د پروازونو وروستۍ ځای وو، چې له دې ځای نه، اروپایي هوایي کرښو ته نښلول کېده. همدا راز د افغانستان په نورو ښارونو کې، نوي او پرمختللې هوایي ډګرونه جوړ او کورنې پروازونه پراختیا ومونده.

په ۱۹۶۷-۱۹۶۸ کال کې، د باختر هوایي مؤسسه، د ملکي هوایي ریاست تر مشرۍ لاندې، جوړه شوه او د کانادا هېواد څخه، دوه فرونده تربو جت الوتکې وپېرل شوې. په ورته مهال کې، په بامیان، غور، نیمروز، تالقان، بدخشان، ارزګان او ځینو نورو لرو پرتو سیمو کې، د نوي هوایي ډګر په جوړولو سره، د پرمختګ زمینه برابره شوه.

د آریانا هوایي شرکت په پیل کې، د دوه فرونده داکوتا DC-3 ډوله الوتکې سره، خپل فعالیت پیل او د دوه فرونده DC-6، دوه فرونده DC-4، یو فروند ۴۴۰۰ کال وېر، ډوله او د ۷۲۷ جت بویینګ ډوله، مسافر وړونکې الوتکې سره، خپل فعالیت ته ادامه ورکړه.

د افغانستان مهمې هوایي کرښې:

  • د کابل، مزار شریف او هرات کرښې
  • د کابل، کندهار، هرات کرښې
  • د کابل، کندز، مزار شریف او هرات کرښې

په افغانستان کې ځینو بهرنیو  شرکتونو کړنې درلودې چې په لاندې ډول دي:

د روسیې ایر فلوت کمپنۍ، په الوشن ډوله الوتکې سره، په افغانستان کې اوونیز پروګرام درلود، چې په تاشکند کې، د ناستی نه وروسته مسکو خواته پروازونه کول.

د هند هوایي چلند کمپنۍ INDIAN AIRLINE په اونۍ کې، یو وار د جت بویینګ الوتکې سره، کابل خواته پروازونه ترسره کول.

د ایران هوایي چلند کمپنۍ (هما) د جت بویینګ الوتکې سره، دوه ځلې په اونۍ کې کابل خواته پروازونه کول.

د پاکستان هوایي چلند کمپنۍ P.I.A د VIS CAUM ډوله الوتکې سره، په اونۍ کې دوه واره، د لاهور، کراچۍ او کابل ترمنځ پروازونه درلودل.

د بېروت هوایي شرکت I.A.M د DC-6 او DC-4 ډوله الوتکې سره، دوه ځلې په اونۍ کې، د کابل او بیروت ترمنځ پروازونه درلوده چې سوداګریز توکې یې لېږدول.

د هوایي کرښې په هره هېواد کې، د سوداګریزو پرمختګونو، اقتصادي پراختیاوو او هره برخه کې کارنده ونډه لري. په ۱۳۵۷ کال کې، د ترانسپورت وزارت، د یو بنسټ په توګه، د دولتي او خصوصي ترانسپورت تنظیم پر غاړه واخیسته.

هغه مهال هوایي ترانسپورت، د یو خپلواک بنسټ په توګه، فعالیت درلود چې وروسته، د ترانسپورت وزارت سره، یو ځای شو او دغه وزارت، د هوایي سکتور په برخه کې، د مسافرینو او توکو لېږد را لېږد ترسره کول.

په ۱۳۶۳ کال کې، یو ځل بیا، د ملکي هوایي چلند ریاست، د سیلانیتوب او هوایي خدماتو، د غوره والۍ په موخه، د ترانسپورت وزارت څخه جلا شو، په ۱۳۸۴ کال کې، بېرته د ترانسپورت وزارت سره یو ځای شو او یاد وزارت، د مسافرینو او توکو انتقال (د ځمکنۍ او هوایي ترانسپورت) په ګډه پرغاړه درلود.

د هوایي چلند اداره، د خپلې پالیسي له مخې، د وخت په پام کې نېولو سره، د کارکوونوکو د ظرفیت لوړتیا په برخه، د هېواد نه بهر او په کور د ننه، د معاصرو علومو بېلا بېلو برخو ته، د زده کړې د اړتیاوو له مخې ، په دریو وروستیو کلونو کې، د اړوندو اداراتو په همکارۍ سره، لاره برابره کړې ده.

کله چې د ملکي هوایي چلند د قانون تنفیذ (پلې کېدو) د ملي شورا له خوا تصویب او د ولسمشر له خوا، په ۱۳۹۲ کال کې توشېح شو، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې، د مستقلې بودجې او جوړښت په لرلو سره، د ترانسپورت وزارت نه جلا شو. 

اریانا، ساپی، کام ایر سمیزه او نړیول پي ای ،ایر انديا،ترکش،امارت ،فلی دوپی، سفاسی جیت، اسمان، ایر عربی.

د هیواد نړیوال، او سیمه ییز هوايي ډګرونه: 

افغانستان څلور نړیوال هوایي ډګرونه لري چې یوه کابل په پلازمینه چې نړیوالې الوتنې له همدې ځایه ترسره کيږي په همدې ډول د قندهار نړیوال هوايي ډګر،هرات هوايي ډګر او مزارشریف نړیوال هوايي ډګرونه دي،او په هیواد کې موږ درې پوځي هوايي ډګرونه هم لرو چې ددې تر څنګ یو شمیر هوايي داخلي او سیمه اییز هوايي ډګرونه هم شته چې په لاندې ډول یې د یادونه کوو:

  1. د کابل نړیوال هوايي ډګر: د هیواد په اسمان کې چې لومړی الوتکی پرواز کړی هغه د انګریزانو الوتکه وه چې په کابل کې بمباري کړې ده د انګلیس او افغان جنګ او په کابل یې څلور بمونه غورځولي دي. په هغه وخت هوايي ځواک شتون نه درلود او په کال 1921 کې شاه امان الله خان له ایټالیا څخه اورورا ډوله دوه فروند الوتکی او فروند له روسیې څخه وپیرلې.او په کال 1303 لیږدیز  کې د هیواد هوايي ځواک جوړ شو. په هغې وخت خواجه رواش هوايي ډګر شتون نه درلود او د هیواد لومړی هوايي ډګر په شیر پور کې و چې الوتکو ترې پروازونه کول.او له هغې وروسته د محمد ظاهر شاه بابا ملت په وخت کې یو فروند الوتکه د دیکوتا په نامه خواجه رواش چې هغه وخت یې ورته چمن خواجه رواش ویلو راوړه. دکابل نړیوال هوايي ډګر د شوري اتحاد له خوا په کال 1960 کې جوړ شو او د خواجه رواش په نامه هم یاديږي او د ښکار په نژدي پروت دی او د هیواد نړیوال هوايي ‌ډګر دی او د سلو الوتکو ظرفیت لري.په هیواد کې د جنګونو په وخت کې دا ډګر له شوروي اتحاد سره ساتنه یې کیدله په کال 1992 د شهید ډاکتر نجیب الله د ځواکونو په لاس کې ولوید. تر هغې چې د مجاهدینو لاس ته ولوید او په کال 1996 کې اسلامي امارت تر ولکې لاندې راغلو. په کال 2001 کې لومړی کې د ناټو ځواکونو له لورې بمبار څومره الوتکی چې په کې وې له منځه لاړې. چې له هغې وروسته تر ولکې لاندې راغی .په کال 2005 یو د رادار نوی سیستم نصب شو.په همدې کال کې جاپان 35 میلونه ډالره مرسته وکړه تر څو دا ډګر ورغوي. چې اوسمهال هر ډول الوتنو ته چمتو دی.او هر کال په زرګونو مسافرین له دې هوايي ډګر څخه تګ راتګ کوي.

  2. د کندهار نړيوال هوايي ډګر: د كندهار نړیوال هوايي ډگر د امريكايي اینجیرانو لخوا په ۱۳۴۲ لمريز كال كي جوړسو. نوموړى هوايي ډګر په منځنۍ آسيا كي يو له نړيوالو ډګرونو څخه دی، چې ځانگړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته ویاړ وربخښي. په ۱۳۵۳ لمريز كال كي دافغانستان هوايي ځواکونه هم په دې هوايي ډګر كي ځاى پر ځاى شول. په لومړيو كي د كندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى. د ډاكټر نجيب الله دواك په وخت كي د داخلي جگړو په وجه او پرهوايي ميدان باندي د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله ملكي الوتني په ټپه ولاړي وي. د طالبانو د واكمنۍ پر مهال ملكي الوتني بېرته له سره پيل سوي او همدارنگه د عربو متحده اماراتو او هندوستان ته بين المللي پروازونه كېدل. د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل سو، چې د جگړو په اثر د هوايي ډگر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل 
      1. اوسنى حالت

      2. د مؤقت حكومت له دورې څخه بيا تر۱۳۸۴ لیږدیز كال پورې د امریکا پرمختایي ادارې ((USAIDموسسې لخوا د هوايي ډگر د بيا رغونې كار جريان درلود او د ۱۳۸۴ كال د تلې په مياشت كې دا هوايي ډګر ترمینل او اړوند څانګې په فرنېچر او موبل سمبالې شو  او د لومړنيو الوتنو وسايط هم د نوموړي مؤسسې په مرسته برابر شول، ددې سره سره د مامورينو هستوگنځايونه بې له رغونې پاته شول . په ۱۳۸۶ لیږدیز كال كې د ولايت مقام د ځانګړې پاملرني او هڅو په پایله کي يو باب سالون د بهرنيو او داخلي مېلمنو لپاره د ټولوتجهيزاتو، موبل او فرنېچر له سره ورغول شو.د ترمينل شاوخوا سړكونه په قير ورغول شول او د هوايي ډګر پرسونل وستايل شو. په دې وروستيو كي يو ملي سوداګر چې دافغان يونايټيډ بانك مشري هم پر غاړه لري د ۱۱۰۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لگښت د هوايي ډگر عمومي پارك بيا ورغوى او له  هوايي ډګر سره يې د فرنيچر مرسته وكړه. د كندهار د هوايي ميدان د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چې ددې څخه يوازي ۱۰ جريبه يې د ملكي هوايي ډګر په لاس كې ده او پاته نوره ټوله يې د ايساف ځواكونو، د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ځواكونو تر خپلې ولکې لاندي ده. د كندهار هوايي ډګر د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د اوسیدو كورونه لري، مگر د زورواكو لخوا په زوره نيول شوي دي، چې د ډېرو هلو ځلو كولو سره سره د هوايي ډګر آمر په دې نه دئ توانېدلى چې نوموړي اوسیدو ځایونه د هوايي ډگر په چارو كي وكاروو. د ملكي هوايي ډګر (ټاور) فلج دئ او د الوتكو كنترول دآيساف ځواكونو په لاس كي دئ. د ميدان آمريت يوازي يوه سنافتيكي (زراعتي) دستگاه لري او د موجوده وضعي راپور د ايساف ځواكونو ته وركوي. ملكي هواييډګر۱۸ خونې لري ، چې لاندې ارگانونه له هغو څخه گته اخلي: د هوايي ميدان سرحدي پوليس ۵ خوني د آريانا هوايي شركت دوې خوني د پامير هوايي شركت يوه خونه د كام اېر هوايي شركت يوه خونه د ايساف ځواكونه يوه خونه د گلوبل امنيتي شركت يوه خونه د ميدان د امنيت مديريت يوه خونه د ميدان د گمرك مديريت يوه خونه داوي آيل شركت يوه خونه د هوايي ډګر آمريت څلور خوني.

مزار شریف هوايي ډګر : د هیواد څلورم لوی هوايي ډګر دی چې د مزار شریف ښار ختیز لور په 9 کیلو متری کې موقعیت لري. دا هوايي ډګر په کال 1950 زیږدیز کې د شوروي اتحاد له خوا جوړ شو چې 1980 زیږدیز کلونو کې شوروي اتحاد ځواکونو د خپلو ځواکونو لپاره کار وو. خو په افغانستان کې د نوی نظام په راتګ سره دا ډګر جرمني ځواکونو ته وسپارل شو او د دویم ځل لپاره یې د رغیدو چارې په کال 2010 کې پیل او په کال 2013 پاتې ته ورسیدې چارواکي وايي د مزار شریف د هوايي ډګر د رغولو په چاره کې د جرمني د څه باندې ۶۲ میلیونه ډالرو د مرستې سربېره متحده عربي اماراتو هم څه کم یو نیم میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د دوی په وینا د مزار شریف هوايي ډګر د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی او په پرمختللو وسایلو سمبال دی. یوه امنیتي مسؤول بي بي سي ته وویل په دې هوايي ډګر کې د اکسرې پرمختللي ماشینونه لګول شوي دي.د بلخ په مرکز مزار شریف کې نوی جوړ شوی نړیوال هوايي ډګر چې د رغولو چارې یې دوه کاله وړاندې پیل شوې وې، د مولانا جلال الدین بلخي په نوم نومول شوی دی.

هرات نړیوال هوايي ډګر :د هرات نړیوال هوایي ډګر د هرات ښار سویل ختیځ په 10 کيلو مترۍ کې پروت دی چې د هیواد په لودیز کې موقعیت لري او د هیواد دریم لوی نړیوال هوايي ډګر دی ، په هغه سړک چې په دې ښار سره د فراه او د ګذرې ښارګوټی سره نښلوي دا هوايي ډګر په کال 1950 زیږدیز کې د امریکايي انجینرانو له خوا جوړ شوی وو چې 1980 زیږدیز کال کې د شوروي اتحاد له خوا د مجاهدینو د ځپلو لپاره وکارول شو او په کال 1995 زیږدیز کال کې د طالبانو له خوا ونیول شو چې په کال 2001 زیږدیز کال کې د امریکايي او بريتانیو هوايي ځواکونو له خوا بمبار شود طالبانو له تګ وروسته د امریکايي ځواکونو تر واک لاندې راغلو. هوايي ډګر د نړیوال امنیت مرستندوی ځواک لخوا کارول کیږي، او په کال 2005 زیږدیز کې چارې نړیوال سوله ساتو ځواکونو ته ورسپارې چې اوسمهال یې د افغان ملي اردو او ملي پولیس چارې مخ ته وړي او په دې وروستیو کې ایټالیا هېواد 137 میلونه ایرو ددې هوايي ډګر د پراختیا لپاره مرسته وکړه چې په پایله کې منډو لیکه پراخه او بیا جوړه شوه ورسره ورته یو نوی ترمنل هم جوړ شو او په کال 2011 زیږدیز کې د هرات نړیوال هوايي ډګر شو.

بامیان هوايي ډکر: بامیانو هوايي ډګر په کال 2012 کې پیل او په کال 2014 کې بشپړ شو دا هوايي ډګر د جاپان هیواد د 15 میلونو ډالرو په مرسته رغول شوی دی. په دې پروژه کې اسفالت 2200 مترو اوږدوالي په اندازه او د 30 مترو پنډوالي په اندازه ،اپرون 125 په 75 مترو مساحت کې او نوی ترمینال له نویو وسایلو سره په همدې ډول اور وژنې اسانتیاوې، د اوبو منظم سیستم، پارکینک او امنیتي سیستم داخل دي.

هلمند هوايي ډګر: د هلمند ولایت هوايي ډګر یا د بوست هوايي ډګر د جوړيدو یا د تاسیس کال 1957 زیږدیز چې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا سفیر ښاغلي شلیډا یې د تاسیس ډبره ایښودل شوی وه. چې په کال 2009 کې یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو د پراخیايي اداره لخوا یې لګښت ورکړل شو چې ټول لګښت یې 12.5 میلونه امریکايي ډالره دی.د بست د هوايي ډګر رن وى ( د منډې ليکه) ٢٣٠٠ متره اوږدوالى او ٣٠ متره سور لري. بست هوايي ډاګرکې د الوتکو تم ځاى (پارکنګ) ټرمينل او د يو شمېر نورو برخې هم لري چې مسافر ترې ګټه پورته کولای شي.او د بهر له سطحې څخه 751 متره لوړ دی.

د غور هوايي ډګر : د غور هوايي ډګر په کال 1980 کې جوړ چې د غور ولایت د چغچران ښار په یوه کیلو متري کې د 2700 هکتاره ځمکه کې جوړ خو د خاموالي له کبله پروازونو یې محدود ول خو دا ډګر په کال 2011 زیږدیز یو ځل بیا ورغول شو چې ټول لګښت یې 9.7 میلونونه ډالرو چې د اسیا پرمختیايي بانک له خوا یې پيسې ورکړل شوی چې اوسمهال په کې هر ډول الوتکه پرواز کولای شي او نورې ټولې اسانتیاوې لکه امنیت، ډاډمنې خونې، پارکینګ اداري او یو شمیر نور وسايل په بشپره توګه لري.

فیض اباد هوايي ډګر: دا هوايي ډګر د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې موقعیت لري چې له ښاره 3.5 کیلو متره لرې شمال لودیز ته پروت دی د بهر له سطحې څخه ۱۱۷۱ متره لوړ والی لري د لومړي ځل لپاره د شوروي اتحاد له خوا جوړ شو خو په لومړني بڼه خو په کال 2012 کې یو ځل بیا د اتو میلونو ډالرو په اندازه د امریکای د متحده ایالاتو له خوا یو ځل بیا ورغول شو اوس مهال ترې الوتنې جریان لري.

د غزني هوايي ډګر: داسلامې تمدن پلازمینه غزنی ولایت کې نن هوايي ډګر پرانیستل شو چې د هیواد پلازمینې کابل څخه د افق شرق د شرکت طیاره غزنی ولایت په هوايي ډګر لمړنۍ ناسته وکړه.

دغه هوايي ډګر چې دترانسپورت وزارت لخوا په غزنی ولایت مرکز یونټ سیمه کې پرانستل شو چې دانګړ دیوال یی پنځه (۵) کیلو میتره اوږدوالې او یو نیم (۱،۵) کیلو میتره پراخوالې لري چې په اوه نیم لکه (۷،۵۰۰۰۰) امریکایی ډالرو لګښت سره ورکړل شوې وه، او رن وی یی دری نیم(۳،۵) کیلو میتره اوږدوالې او څلویښت (۴۰)میتره پراخوالې لرې چې په شپږ ویشت لکه (۲۶۰۰۰۰۰) امریکایی ډالرو په لګښت سره ورکړل شوی وه.

 فاریاب هوايي ډګر: د میمنې ښار هوايي ډګر په کال 1336 د 1200مترو په اندازه تاسیس چې اوسمهال 2200اوږدوالی او پنډوالی 30 مترو ته رسیږي.چې د امریکا د متحده ایالاتو له خواورکړل شوه. چې اوسمهال په دې هوايي ډګر کې د پرواز  هر ډول اسانتیاوې شتون لري او مسافرین کولای شي په ښه ډوله له دې ډګر څخه ګټه واخلي.

ننګرهار هوايي ډګر: د هوايي ډګر د کابل تور خم په لویه لار د جلال اباد ښار ختیز څنډې 4.8 کیلو متری ته پروت دی چې په دواړو برخو نظامي او ملکي برخه کې ترې ګټه پورته کیده چې اوسمهال د ناټو ځواکونو په ولکه کې دی چې ډيری بې پیلوټه بریدونه له همدې ځایه تر سره کيږي.

د نیمرو ولایت هوايي ‌ډګر: دا هوايی ډګر د حکومت له بودجې څخه 652.8 میلونو افغانیو په ارزښت جوړ د مندې لیکه یې 2740 متره او پنډوالی یې 45 متره ده دا ډګر د الوتنې او مسافرو ته پوره اسانتیاوې لري. په رسمي ډول نه دي پرانیستل شوی دی.

د فراه هوايي ډګر: دا هوايي ډګر د دولت له بودجې څخه 435 میلونو په ارزښت او منډې لیکه یې 1700 او پنډوالی 35 مترو ته رسيږي دا ډګر پرانیستل شوی نه دی خو پروازونه لري چې د الوتنې او مسافرو لپاره پوره اسانتیاوې لري.

ترینکوټ هوايي ډګر: دا هوايي ډګر د ارزګان ولایت ترینکوټ په ښار کې جوړ دی چې د هیواد سویل لویدیزه برخه راځي او د ترینکوټ له ښار څخه دوه کیلو متره شمالي لور ته پروت دی.چې 97 کیلو متره له قندهاره او 330 کیلو متره له کابله واټن لري چې په کال 2004 زیږدیز کې دارزګان او ډایکندي خلک تر ګټه واخلي جوړ شو.خو بیا وروسته دا هوايي ډګر پراخ شو او په کال 2009 کې نړیوال ځواکونو کاروو.خو ملکي الوتنې هم لري.او د بحر له سطحې 1370 متره لوړوالی لري.

قلعه نو هوايي ډګر: بادغیس ولایت کې موقعیت لري چې کورنۍ او کوچنۍ هوايي ډګر دی چې د ځغاستې لیکه یې د سړک وه خو کله چې هسپانیویان هلته میشت شول نو لار یې بنده کړه نو هغه ترې ځغاستې لیکه جوړه شوه. چې اوسمهال له افغان حکومت سره دی او اوسمهال ترې پوځې الوتنو کې کار اخیستل کيږي.

زرنج هوايي ډګر: دا هوايي ډګر په نیمروز ولایت کې د افغان حکومت له خوا جوړ شو تر څو د زرنج خلک تر ګټه پورته کړي چې اوسمهال تر هم پوځي او هم ملکي الوتني ګټه پوره کوي.

د کندوز ولایت هوايي ډګر: د قندوز  هوايي ډګر نوی ټرمینل له نویو او له عصر سره برابرو اسانتیاو او وسایلو برابر او ګټې اخیستې ته وسپارل شو چې بودجه یې 68.7 میلونونه افغانۍ وه او د منډې لیکه یې 389 میلونو افغانیو په اندازه 1395 کال کې لاسلیک شوه چې 620 متره ده او نور ټول وسایل لري.

چاغوري ولسوالۍ هوايي ډګر: دا هوايي ډګر په چاغوري ولسوالۍ کې موقعیت لري چې منډې لیکه ،رمپ او تکسي وی ټول 26.14 میلونه افغانیو جوړ دی او د منډې لیکه یې 750 متره او پنډوالی 35 متره ده او په خامه ډول جوړ شوی دی چې کار يې په کال 1395 کې بشپړ شوی دی.
د خوست ولایت هوايي ډګر: د خوست هوايي ډګر سیګی په دشت کې موقعیت لري چې کار یې 1392 زیږدیز کې پیل او باید په 1393 کې بشپړ شوی وای خو په کال 1396 کې افتتاح شو د منډې لیکه يې 2700 مترا او پڼدوالی 45 دی او ټوله بودجه یې 729.5 میلونه افغانۍ وه 

د تخار ولایت هوايي ډګر: دا هوايي ‌ډګر په کال 1395 هجرې شمسي کې افتتاح شو دا هوايي ډګر د تالقانو په سرای سنګ سیمه کې موقعیت لري.او لومړی هوايي ډګر دی چې د خلکو او والي له خوا جوړ شوی دی.او د سفر ټولې اسانتیاوې لري. چې د هوا په ښه کیدو سره به یې اسفالت لیک او د منډې لیکه هم جوړه شي.

په همدې ډول یو شمیر نور ډیر کوچني هوايي ډګرونه دي چې د زون او ولایتونو په کچه ترې ګټه اخیستل کيږي خو ددې تر څنګ په هیواد پوځي ډګرونه شته چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو :

د باګرام نظامي هوايي ډګر: دا هوايي ډګر نظامي دی چې د پروان ولایت چاریکار ښار په 11 کیلو متری کې د باګرام په لرغوني ښار کې پروت دی دا هوايي ډګر د اوسیدو درې لوی ځایونه لري ،یو د کنټرول برج لري او یو څو نور ځایونه د هم لري چې 130000 متره مربع د الوتلو ساحه لري.دا هوايي ډګر په کال 1950 زیږدیز کې د ساړه جنګ په وخت کې جوړ شو.

د شینډنډ پوځي هوايي ډګر: دا هوايي ډګر د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالي کې موقعیت لري چې له بګرام څخه وروسته دویم لوی نظامي هوايي ډګر دی او اوسمهال په کې نړیوال ځواکونه اوسيږي ،ځغاستې لیکه یې کانکړیټ ده دا هوايي ډګر په کال 1961 زیږدیز د شوروي اتحاد له خوا جوړ او د شوروي اتحاد د جنګ په وخت کې ترې ډيره ګټه پورته شوه په 1997 کې طالبانو تر ولکې لاندې راغلو او کله چې افغانستان ته نړیوال ځواکونه راتلل نو ډير بمبار هم شو 2002 زیږدیز کې او په کال 2010 کې یو ځل بیا ورغول شو. د قندهار او هرات په لویه لار پروت دی چې له ایران سره 75 میلا لرې ده.

بستن کمپ: دا د برتانیوي ځواکونو له خوا جوړ چې د لښکرګاه ښار شمال لودیز لوري ته پروت دی کله چې په کال 2014 زیږدیز کې تر برطانیوي پوځيان ووتل نو افغان خواکونو ته وسپارل شو له 2005 زیږدیز کال څخه تر 2014 پورې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو لپاره لوژستکي توکو تهیه کیدل چې 32000 نفرو ظرفیت لري. دا کمپ د برطانیوي پوځیانو له خوا جوړ شوی و چې د برطانیا تر ټول لوی بهرنۍ کمپ و د دویم نړیوال جنګ څخه وروسته چې د شپږ سوه الوتکو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري. 

اخیستنې 

    1. وحدت احمد شاه،د افغانستان لنډه پيژندنه،دانش کتاب پلورنځی،1396 ل ،کابل افغانستان
    2. ارشاد اورنګزیب،افغانستان پيژندنه،دانش خپرندویه ټولنه،1395 ل کابل افغانستان 
    3. رحیمي بروجردی ډکتر علير رضا،همګرايي اقتصادی ترتیبات تجاری منطقه ای و بازارهای مشترک.
    4. د مالونو د حمل او نقل قانون،1388 ل .
    5. AAN،سرک حلقوي،د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ،کابل افغانستان، 1394  
    6. A modern silk road strategy,S.Frederck starrr  and Anndrew C.Kuchins with Stephen Benson,Johannes Linn,Thomas sanderosn, Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies Program  In Cooperation with the Center for Strategic & International Studies, ©                                  Central Asia-Caucasus Institute & Silk Road Studies Program – A Joint Transatlantic Research and Policy Center Johns Hopkins University-SAIS, 1619 Massachusetts Ave. NW, Washington, D.C. 20036, Institute for Security and Development Policy, V. Finnbodav. 2, Stockholm-Nacka 13130, Sweden ,www.silkroadstudies.org
    7. India S role in south Asia trade and investment integration,Rajiv kumar and Manjeeta singh,2009,Asin development Bank.

  • Understanding china s Belt and road initiative, peter Cai,March 2017,lowy institute for international ,policy.
  • Strengths and Challenges of China s one belt, one road, initiative,feb 2016, centre for geopolitics and        security in realism studies.
  • Regional economic integration in central Asia and south Asia,Montague lord,15 May 2015
  • Afghanistan S Cross-border trade with Pakistan and iran and the responsibility for conflict-sensitive employment ,Elke Grawert/BICC,Rabia Nusrat/international Alert and Zulfigar Ali Shah/united Nations university,2017
  • Afghanistan transport sector master plan update (2017-2036),Asian Development Bank.
  • The Afghanistan National Railway: A Plan of Opportunity, Lawrence J. Pleis, Richard Lliteras, David A. Wood,Matthew D. Bain, and Steven J. Hendrickson
  • Regional economic intergration in central asia and south asia ,Montegaue lord,2015 

  • China–Kyrgyzstan–Tajikistan–Afghanistan–Iran railway corridor to boost regional economies,the time of central Asia.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *