تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: ناټو سازمان په دې شرط د طالبانو او امریکایانو د سولې د مذاکراتو د بیا پيلیدو هرکلی وکړ چې طالبان سولې ته رښتینې ژمنتیا او لیوالتیا ښکاره کړي.
د ناټو سرمنشي نن ماسپښین د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبري کنفرانس ته وویل، دوی د افغانانو د لاسته راوړنو او د ښځو دحقونو د خوندیتوب په برخه کې جدي دي.
نوموړي ویلي، طالبان باید رښتینی تمایل ښکاره او واقعي ژمنې وکړي تر څو یوه معتبره د سولې هوکړه وشي: (( دا کار به وکولی شي چې لاسته راوړنې، د ښځو حقونه او د یو ازاد ولسواک افغانستان راتلونکی خوندي کړي، هغه څه چې موږ له ترهګرۍ سره په جګړه کې ترلاسه کړي دي.))
ښاغلي برګ ټینګار کړی چې طالبان د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدای او باید د خبرو مېز ته په واقعي ډول راوړاندې شي.
هغه زیاته کړه په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور له طالبانو سره د سولې د هوکړې پورې تړلی دی، خو په وینا یې که طالبان جګړې ته دوام ورکړي ناټو به هم په افغانستان کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې سبا به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو کنفرانس په بروکسل کې پیل شي.
د دغه کنفرانس دویمه ورځ د افغانستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه راڅرخي چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد به هم په کې ګډون وکړي.