تاند – د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی جانان موسي زی په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وټاکه.

موسي زی وروسته له دې چې عمر داوودزی تېره میاشت د کورنیو چارو وزیر وګومارل شو، د نوموړي په ځای اسلام اباد ته د سفیر په توګه استول کېږي.

موسي زی په داسي یو وخت کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پیلوي چې د افغانستان او پاکستالن اړیکې له جدي چلینجونو سره مخامخ دي.

موسي زی د بهرنیو چارو د وزارت په وړاندیز او د ولسمشر کرزي په منظورۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ټاکل شوی دی.

پاکستاني سرچینې وايي چې ښاغلی موسي زی به د روانې میاشتې په وروستیو کې اسلام اباد ته لاړ شي.

ټاکل شوې ده چې په دې منځ کې د پاکستان صدراعظم نوازشریف کابل ته راشي.

همداراز په پام کې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی اسلام اباد ته لاړ شي څو له عبدالغني برادر سره وویني

3 thoughts on “موسي زی په اسلام اباد کې سفیر وټاکل شو”
  1. زما هدف له دی لیکنی دا ندی چه خدای مکی موسی زیی صاحب سره مشکل لرم ‌ الله پاک دی دیته همت ورکی چه خپله دنده به شه توګه په مخ یوسی

    زما سوال دادی چه ایا افغا نستان کی نور داسی نشته چه په داسی معتبرو دندو مقرر شی باید حتما یو چا سره تاسی اریګی ولری یا کوم ګروپ پوری تراو ولری چه تاس په شه پستو باندی مقرر شی

    په امید د هغه ورح چه په اصلی معندی تقرر په اساس د شایسته ګی وشی نه په ارتباطاطو
    مننه

  2. داښه ټاکنه ده ځکه ښاغلی موسی زی دافغانستان په بهرنی سیاست کی تر یوه حده معلومات لری اوترډیره هم دباکستان نیت ورته مالوم دی ډیری سفیران چی کله یو هیواد تتللی نودهغه هیواد تابعیت یی ترلاسه کړی اویا یی هم نوری اړیکی یی ټینګی کړی خوحال داچی یوسفیر ډیری ستری دندی په کلتوری،اقتصادی اوټولنیزو اونورو برخوکی لری اوهمدارنګه دیوداسی جګړه ځپلی هیواد لپاره چی هرڅه ته اړتیالری نوسفیر باید په کوربه هیواد کی یوه شیبه هم غفلت ونکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *