صلاح الدین رباني

تاند، چهار شنبه، د میزان لومړۍ: ولسمشر غني، د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني استعفی منظوره کړه.

 د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې ولسمشر غنی د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د یوولسمې فقرې په اساس د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني استعفی منظوره کړه.

 صلاح الدین رباني نن چهار شنبه مازیګر خپله استعفی نامه پر فیسبوک پاڼه نشر کړه او شکایت یې کړی و چې حکومت یو شمېر موازې ادارې رامنځته کړې دي او ځینې نورې ادارې یې حاشیې ته اچولې دي او دا کار د اصلاحاتو په نوم د تعصب له مخې شوی دی.

 صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي بې واکه مشر او د عبدالله عبدالله نږدې کس ګڼل کېږي.

 له صلاح الدین رباني څخه ولسي جرګې په ۱۳۹۵ کال د اعتماد رایه بېرته واخیسته او نوموړی تر اوسه پورې سرپرست وزیر و.

3 thoughts on “ولسمشر غني د صلاح الدین رباني استعفی منظور کړه”
  1. salahuddin khan go anqara/enjoyee your life.
    forgot about jamaat islamic.you got a lot dollers.
    can open one business.
    now amrullah khan salekh sahib can manage jaamaat islamic with modern reform.
    he can do good.
    thank you

  2. ولسمشر خو په جاپان کی ده که صدیق صدیقی منظور کړی بیا سمه ده که د اشرف غنی خبره کوی هغه لا تر اوسه له جاپانه بیرته ندی راغلی
    ښاغلی ربانی لیکلی وو چی د ملی ګټو د خوندیتابه لپاره می استفعا ورکړه مخ د تور شه
    چی کله ولسی جرګی په ۱۳۹۵ کال صلب صلاحیت کړی ولی د استعفا نکوله
    کله چی پوه شوی چی امریکا دلته یو واحد او ملی حکومت نغواړی او دلته ۵۰ -۵۰ حکومت غواړی ولی دی دا خبره نکوله
    دا په کوم هیواد بی افغانستان داسی شوی چی یو وزیر دی د وخت ولسمشر پسی داسی لیکنی وکړی درحالیکه همدا ریس جمهور وو چی په تاسی زړه وسوځیده او تاته بیا وزارت خارجه چوکی درکړه
    کرزی د وزارت خارجی مامور هم نه مقررولی
    ته وزیر د خارجی په ۲۰۱۵ یا ۲۰۱۴ کاله کی لاړی او هغه نظامی چورلکه کی بدخشان ته په خلکو د دولت پر ضد وسله ویشله داسی څوک کوی ایا افغانیت دیته وایی چی په تذکره افغانیت نه منی او بیا افغانی پاسپورت باندی بهر سفرونه هم کوی
    د پلار د فساد په اړه شوی تحقیقاتو په اړه ځواب ویلی شی
    پلار د جهادپه وخت کی مسکو څخه کانینری پیسی راوړلی مګر د افغانستان بانک یی ثبت نکړی معلومی هم نشوی چی چاته ورکړی ددی فساد ځواب ولس ته ویلی شی

  3. که دده پر ځای منظور پښتون د بهرنیوچارو وزیر شی هم به مو ښکته پښتونخوا خپله شی او هم په نړی د پآکستان او پنجاب پر ضد د ۳۲ زره پښتنو وژل شویو کسانو په ثبوت سره تر فشار لاندی راوستی وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *