تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲مه: د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۰۳ ښوونځیو جوړولو وعده ورکړې چې په وینا یې ۴۳ زره زده کووونکي پکې لازم درسي چاپېریال ومومي.

ښاغلی کلیمي وايي، په ۱۳۹۸ کال کې یې د پکتیا د خلکو لپاره ۱۳۲ پروژې پلې کړې دي چې ۱۲۳ میلیونه افغانۍ پرې راغلې دي او ۱۳۷ زره کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړی وايي، په راتلونکي کې به هم د اقتصاد، ټرانسپورټ او انرژۍ په برخه کې د پکتیا لپاره د ۹۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۰۰ پروژې پلې کړي چې څلور سوه زره کورنیو ته به ترې ګټه ورسېږي.

نوموړی وايي، د لمریزې بریښنا لپاره یې هم په پکتیا کې تر اوسه ۱۴ زره او ۶۶۵ کورنۍ په ځاځي اریوب او ډنډ پټان ولسوالیو کې سروې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *