يکنه او سپړنه: منيب الرحمان رحماني

کله چې د مختلفو عواملو له کبله نسجونو ته وینې ونه رسېږي نو دې حالت شوک ويل کېږي.

زموږ بدن د حجرو څخه جوړ دی،حجرې بيا د يو مشخص کار لپاره يو ځای کېږي او يو نسج تشکيل کوي، نسج غړی او غړي يو سيستم او سيستمونه يو ارګانيزم يا ژوندی موجود منځ ته راوړي.

د شوک واقع کېدل په ساده ژبه يانې د بدن د حجرو او نسجونو بې وينې بې تغذيې پاتې کېدل، کله چې دا حالت رامنځته شي نو نه يوازې دا چې نسجونه بې له اوکسیجن څخه پاتې کېږي بلکې هغه اضافي توکسیک (زهري) مواد چې د کيمياوي بدلونونو يا ميتابوليزم په پايله کې رامنځته شوي دي هغه هم د بدن څخه د وتلو لاره ورکوي او حجرو او نسجونو ته ضرر پېښوي.

شوک ولې رامنځته کېږي او عوامل يې څه دي؟

* د بدن دننه يا بيرون خون ريزي، دا کېدی شي د کوم رګ شکېدل وي چې په دې سبب زياته وينه ضايع شي يا د کومې حادثې په ترڅ کې د سخت زخمي کېدو سره د زياتې وينې له لاسه ورکول وي.

*د زړه درېدل، يا داسې ووايم کله چې زړه نوره خپله دنده نشي ترسره کولی يانې وينه نشي پمپ کولی،دا که په هرسبب وي.

* د سر او ملاتیر سخت ټپي کېدل

د شوک علايم کوم دي؟

* د مريض نبض ډېر تېز او سرسري وي، ځکه په بدن کې د وينې شديد کموالی رامنځته شوی او کافي وينه نه وي چې اکسيجن حجرو ته ورسوي نو په دې وخت مريض د شديد تنفس هڅه کوي خو په عين زمان کې بدن او زړه ضعيف شوي نو مريض تېز او سرسري تنفس کوي.

* د سر درد، يا سرګرځېدل چې دا ورو ورو تر بې هوشی پورې رسېږي.

* د بدن شديد ستړي کېدل،په سينه کې د درد احساس کول او نور…

د شوک شوي مريض سره لومړنۍ مرستې

* مريض بايد شاپه تخته څملول شي.
* د تنفسي لارې خلاصول،يانې د راحت نفس اخیستلو کې مرسته کول.

* که خون ریزي جريان لري فورا په مناسب روش د هغه بندول.
* مريض بايد دشوک پوزيشن غوره کړي،يانې د مريض پښې 30cm لوړې کړل شي ترڅو د وينې جریان د سږيو او مغز طرف ته زيات شي ځکه دا حياتي ارزښت لري.

* په چټکی سره روغتون ته رسول.
* د شوک مريض بايد ګرم وساتل شي، ثابت ناستی او پوزيشن غوره کړي يانې ډېر حرکت ونکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *