۱۳۹۸/۸/۱
ننګرهار والي د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړ ادارې مرستیال سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل .
ننګرهار والی شاه محمود میاخېل د لړم په لومړۍ د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش سره د خپل کار په دفتر کې په دې ولایت کې د یادې ادارې له لورې د پیل شویو پروژو د چارو د ګړندیتوب په موخه ناسته وکړه .
د دې لیدنې پر مهال چې ولایت اداري او مالي مرستیال تمیم عارف مومند او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود،د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې جومات د چارو پر پیل کېدو، سپين جومات چارو پر ګړندیتوب،شاهي ماڼۍ،مملې باغ،باچا خان مزار،شاه غازي امان الله خان مزار ته څېرمه د نوي موندل شوي پخواني منار په بیارغونه او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې اترې او بحثونه وشول .
ښاغلي میاخېل د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش څخه مننه وکړه چې په دې ولایت کې کارونه په ګړندیتوب پیل کړي،د هسکې مینې ولسوالۍ د جودرې جومات د جوړیدو ژمنه یې ورسره وکړه او په ژمني موسم کې په زیات شمیر کارکوونکو ګمارلو سره د پیل شویو پروژو د چارو د ګړندیتوب ډاډ یې ورکړ .
د یادونې وړده چې په ننګرهار کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې ګڼ شمیر پروژو باندې د مګړۍ کار روان دی .
۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي د اچین ولسوالۍ بازار کې په پلي ګرځیدو سره د خلکو ستونزې واوریدې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین، د ولسي جرګې غړو، امنيتي مسئولينو او یو شمیر نورو منسوبینو یې ملتیا کوله، اچین ولسوالۍ ته د سفر پر مهال یې د یادې ولسوالۍ په بازار کې په پلي ګرځیدو سره د خلکو ستونزې او غوښتنې واوریدې .
هغه د سیمې د خلکو څخه مننه وکړه چې د امنیت په تامین او نورو برخو کې د خپل حکومت سره همکار دي او له دوی لا هم وغوښتل چې پخپلو سیمو کې دښمن ته ځآی ورنکړي،ترڅو د بیا ځل لپاره د دوی د ورځنیو کارونو خنډ او ځنډ ونه ګرځي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل اچین ولسوالۍ ته د داعش د ځپلو په موخه د پیل شویو عملیاتو د پای ته رسیدو په موخه سفر کړی وو.
۱/۸/۱۳۹۸
د اچین ولسوالۍ خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې د ترسره شویو عملیاتو څخه ستاینه وکړه چې ملکي وګړو ته یې د تلفاتو اوښتو پرته سیمې د داعشیانو څخه پاکې کړې .
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ خلکو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې په یاده ولسوالۍ کې د ترسره شویو عملیاتو څخه ستاینه وکړه چې ملکي وګړو ته د تلفاتو اوښتو پرته یې سیمې د داعشیانو څخه پاکې او د ساتنې په موخه یې اقدامات پیل شول .
یاده غونډه چې د تلې په دیرشمه اچین ولسوالۍ مقام ته څېرمه د سرحدي ځواکونو په نهم کنډک کې جوړه شوې وه، په کې ننګرهار والي،د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان،د ولسي جرګې غړو، د دې ولایت لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو،یو شمیر رئیسانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل،د جمهور رئیس پیغام ګډونوالو سره شریک کړ چې په کې د مومندو په ګډون شینوارو ولسوالیو ته د ځآنګړې پاملرنې سپارښتنه شوې وه،همدا راز یې زیاته کړه، چې په اچین ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو له لورې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوي عملیات د داعشیانو د ټولو مرکزونو او ځالو په لمنځه وړلو سره پای ته ورسیدل .
نوموړي زیاته کړه، تر دې وروسته داعشیانو او نورو تروریستانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې بیا په یاده ولسوالۍ کې تخریبي کړنې ترسره کړي او په همدې موخه یې په پاکو شویو سیمو کې پوستې او حمایوي بیزونه جوړ کړي دي .
ښاغلي میاخېل د سیمې له خلکو وغوښتل چې پخپلو سیمو کې ورانکاري اصلاح کړي او که د اصلاح وړ نه وي، نو پخپلو سیمو کې دې ځآی نه ورکوي او هم دې حکومت ته په سپارلو کې همکاري وکړي، هغه د دې ولایت دفاعي،امنیتي او کشفي ارګانونو څخه قدرداني وکړه چې د جګړې په موسم کې یې د خپلو سیمو د ساتنې ترڅنګ امنیتي ساحې ته لا پراخوالی ورکړ او ډاډ یې وښود چې ډیر ژر به ګڼ شمیر نورې سیمې هم د تروریستانو له شتون څخه پاکې کړي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د سپين غر ولسوالۍ خلکو ته زیری ورکړ چې ولسوالي یې په هڅو له کلونو ځنډ وروسته په رسمي ډول منظوره او ژر به ورته د ازاد رقابت له لارې اړونده کارکوونکي پر دندو وګمارل شي، ده خلکو ته ډاډ ورکړ چې د امنیتي وضعیت ښه والي ورته وروسته په اچین ولسوالۍ کې د پوهنې،روغتیا،کلیو پراختیا،کرنې او نورو برخو کې د پروژو په پلي کولو سره خلکو ته کاري فرصتونه برابرول دي .
غونډې ته د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین او د ننګرهار ملي امنیت رئیس ډګر جنرال نظرعلي واحدي ویناوې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دوی روزل شوي سرتېرې ملي ګټو ته ژمن دي او په ټول توان به د اچین سرحدي سیمو کې ډاډمن امنیتي تدابیر ونیسي .
دوی زیاته کړه، باندر په سیمه کې به ولسي پاڅوون کوونکي په شفاف ډول جذب شي،ولسي پاڅوون کوونکي به هم تجهیز او اکمال شي او هغه فصلونه چې له داعشیانو څخه پاتي شوي، د اړونده سیمو خلکو ته د غنیمت په توګه پاتي او ترې دې ګټه واخلي .
د دوی په وینا د ولسمشر په حکم د هسکې مینې ولسوالۍ لپاره هم پلان لري او بیا به اجازه ورنکړي چې داعش د شینوارو په سیمو کې مرکزونه جوړ کړي،دوی همدا راز نازیان، مومندره، لعلپوره، د تورخم لویه لاره، چپرهار او اچین هغه ولسوالۍ یادې کړې چې سږ کال یې د دښمن څخه پاکي کړي دي .
د ولسي جرګې غړو فریدون خان مومند او عبدالرؤف شپون هم د دفاعي،امنیتي او کشفي ارګانونو د سرښندنو قدردانی وکړ او د ولسمشر څخه یې وغوښتل چې یادې سیمې ته ځآنګړې پاملرنه وکړي،همدا راز یې ژمنه وکړه چې په ولسي جرګه کې به اچین ولسوالۍ ته د بودیجې په ځآنګړې کولو کې هڅې وکړي.
په یاده غونډه کې د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند د عملیاتو پر مهال شپږ تنو امنیتي منسوبینو کورنیو سره د سل، سل زره افغانیو نغدي مرستې ترسره کولو اعلان هم وکړ .
د اچین ولسوال عاشق الله سادات،قومي مشرانو ملک معاون،حاجي صادق،شان پاچا،سید حکیم،ملک محمود،ثاقب شینواري او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال په شنډنۍ سیمه کې هم د داعشیانو پر لمنځه وړلو ټینګار وکړ او له هغې وروسته یې د عملیاتو د پای ته رسیدو غوښتنې وکړې.
دوی د عملیاتو پر مهال د دفاعي،امنیتي او کشفي ارګانونو او ولسي پاڅوون کوونکو د قربانیو قدرداني وکړ او د دوی د ستاینې ترڅنګ یې د عملیاتو پر مهال د شهیدو سرتېرو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو وړاندیزونه وکړل،همدا راز یې له دوی مننه وکړه چې د عملیاتو پر مهال یې د ملکي وګړو تلفاتو مخنیوي ته ځآنګړې پاملرنه وکړه .
مخورو د نورو ولسوالیو په څېر یادې ولسوالۍ ته هم په پرمختیایي،پوهنې،روغتیا او نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنې وکړې چې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱/۸/۱۳۹۸
اچین ولسوالۍ کې پیل شوي عملیات، نږدې سل داعشیانو ته په مرګ ژوبلې اړولو او د دوی د ټولو مرکزونو په لمنځه وړلو سره پای ته ورسیدل .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو د اچین ولسوالۍ باندر سیمې ته د سفر پر مهال د شاوخوا یوې نیمې میاشتې په موده کې پیل شوي عملیات د نږدې سل داعشیانو ته په مرګ ژوبلې اړولو او د دوی د ټولو مرکزونو په لمنځه وړلو سره د عملیاتو د بشپړیدو اعلان وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د دې عملیاتو پر مهال په اچین ولسوالۍ کې د داعش ټولې تبلیغاتي، روزنیزې،د پلان جوړونې،د وسلو او مهماتو او نور مرکزونه او قرارګاوې لمنځه وړل شوي،۶۲ داعشیان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي چې اکثریت یې بهرني اتباع دي،همدا راز یې د یادو عملیاتو پر مهال د لس تنو امنیتي منسوبینو د شهادت او ۴ نورو د ټپي کېدو څخه هم خبر ورکړ .
میاخېل وایي، داعشیانو د اچین په باندر او عبدالخیلو سیمه کې په پراخه کچه ماین اېښودنه کړې چې د ۳سوو په شاوخوا کې ماینونه د امنیتي ځواکونو له لورې کشف او خنثی کړای شوي دي او په پاتې سیمو کې به هم د همکارو مؤسسو او امنیتي ارګانونو په هڅو د ماین پاکۍ چارې ترسره شي .
هغه د عملیاتو پر مهال د کورنیو ځواکونو،ولسي پاڅوون کوونکو او بهرنیو ځواکونو د هوایي ملاتړ څخه ستاینه او قدرداني وکړه او په وینا د داعشیانو له لورې تخریب شویو سړکونو،ښوونځیو،پلونو،روغتونونو او نورو وران شویو برخو روغونې ته به ځآنګړې پاملرنه وکړي .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین وویل، په دې عملیاتو کې د ملي اردو،ملي پولیسو،سیمه ییزو پولیسو،ملي امنیت،ولسي پاڅوون کوونکو،سرحدي او عامه نظم ځواکونو ګډون کړی وو، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته پای ته ورسیدل او عملیات یې د استخباراتي راپورونو له مخې ترسره کړي چې اوس مهال په باغدرې سیمه کې بېزونه او پوستې هم جوړي شوي دي .
د ملي امنیت رئیس ډګرجنرال نظرعلي واحدي وویل،باغدره شاوخوا پنځو کالونو راهیسې د داعش مرکز وو،له دې ځایه یې ځآنمرګي بریدونه او نورو ترهګریزې کړنې پلان کولې چې د تل لپاره ترې دا سیمې پاکې شوې او د جوړو شویو پنخلس پوستو او دوه بیزونو کې د میشتو ځواکونو له لورې به د پاکو شویو سیمو ساتنه وکړي .
نوموړي زیاته کړه،د ولایت په کچه د ښې رهبرۍ او همغږۍ له امله مخالفین په ګونډو شوي او په پراخه کچه داعشیان له خپلو کورنیو سره ملي امنیت منسوبینو ته تسلیمیږي .
د ولسي جرګې غړو فریدون خان مومند او عبدالرؤف شپون د دفاعي،امنیتي او کشفي ارګانونو څخه مننه وکړه چې له پنځه کلن ځنډ وروسته یې د عبدالخیلو د باغدرې او باندر سیمې د داعشیانو له وحشت څخه پاکې کړې،دوی په ملي شورا کې د دې کارنامې د یادونې د ژمنې ترڅنګ په دې ولایت کې د حاکمیت ساحې د لا پراخوالي غوښتنه وکړه .
دوی زیاته کړه، په وروستیو کې د تروریستانو ځینې وحشتونو ثابته کړه چې داعش او طالب یواځې د حکومت نه، بلکې د خلکو دښمنان هم دي او له همدې امله خلک را پاڅیدلي،ترڅو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د دې ناوړه دښمن ځالې وباسي .
د باندر سیمې یو اوسیدونکی ملک نصیر چې پنځه کاله وروسته خپلې سیمې ته را ستون شوی وو،د خبرو پر مهال وویل: (( هیڅ الفاظ نلرم چې له تاسې مننه وکړه، زړه مې غواړي ستاسې پښې ښکل کړم ))
د عملیاتو د پای ته رسیدو پر مهال د سیمې د یو شمیر مخورو له لورې د ننګرهار والي په مشرۍ نظامي شورا غړو، ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان،د ولسي جرګې غړو او یو شمیر نورو ته د درنښت لونګۍ هم په سر کړای شوې .
۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي د باندر په نوم هغه ښوونځي څخه لیدنه وکړه چې په کې د کالونو راهیسې د عصري زده کړو پر ځای داعشیانو له لورې جګړه ییزې زده کړې ورکول کېدې .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان عبدالهادي ترین، د ولسي جرګې غړو او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،په باندر سیمه کې د هغه ښوونځي څخه لیدنه وکړه چې په کې له تېرو پنځه کالونو راهیسې په کې د عصري زده کړو پر ځای د داعشیانو له لورې وحشي او جګړه ییزې زده کړې ورکول کېدې .
ښاغلي میاخېل د ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال وویل، د باندر منځنی ښوونځی په دیارلس سوه پنځه اتیایم کال کې جوړ شوی او له هغې مودې راهیسې په کې په منظم ډول د سیمې زده کوونکو زده کړې ندي کړي،خو هیله یې وښوده چې دا ځل خلک خپلو سیمو ته را ستانه شي،هم د سیمې په ساتنه کې ونډه واخلي او هم خپل اولادونو ته د تعلیم زمینې په برابرولو کې ونډه واخلي .
هغه زیاته کړه، هغوی د دې هېواد د خلکو تر ټولو ستر دښمن دي، چې په ښوونځي کې د رڼاګانو پر ځای تورتم لارې ته د سوق کولو زده کړې ور کوي چې تر دې وروسته به یادې چارې ته هیڅکله هم اجازه ورنکړل شي.
۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې دولتي کار کوونکو ته د عامه ادارې کړنو سمون په موخه دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رياست له لوري د اسلا ادارې په تخنيکي همکارۍ د دولتي ادارو کار کوونکو ته د عامه ادارې کړنو سمون په موخه دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د بشري سرچينو له رئيس او اسلا ادارې مننه وکړه، چې دولتي کار کوونکو ته يې په بېلابېلو برخو کې ورکشاپونه پيل کړي دي.
نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې زده کړيو موضوعاتو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي او دغه معلومات خپلو نورو همکارانو سره هم شريک کړي.
هغه د دولتي ادارو کار کوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د نويو مهارتونو زده کولو په موخه پلان جوړ کړي او هڅه وکړي، چې هره ورځ نوې زده کړې وکړي.
د ولايت مرستیال همدا راز د دولتي ادارو پر کار کوونکو غږ وکړ، چې په کومه برخه کې روزنې ته اړتيا ولري دوی سره دې شريک کړي، ترڅو ورته د روزنې زمينې برابر کړې.
د ولايت بشري سرچينو رئیس احمد ضياء عبدالزي وويل، چې د ننګرهار ولايت رهبرۍ په لارښوونه يې د بشري سرچينو رياست پلان له مخې په بېلابېلو برخو کې د دولتي مامورينو روزنه پیل کړې.
نوموړي وويل، چې له دغه ورکشاپ څخه يې موخه په ادارو کې د دولتي کار کوونکو ورځنيو چارو کې د سمون، پاملرنې او نوښتونو رامنځته کول دي.
ده زیاته کړه، چې په دې ورکشاپ کې د شپاړلس دولتي ادارو شاوخوا شل کسانو ګډون کړی و، چې د ادارې او عامه ادارې ترمنځ توپير، د عامې ادارې موخې او عناصر، د عامې ادارې بنسټيزې دندې، د يوښې ادارې ځانګړتياوې، د عامې ادارې اصول او اجرات او يو شمېر نورو برخو کې معلومات ورکړل شول.
د ورکشاپ په پای کې د ولايت مرستيال، بشري سرچينو رئیس او اسلا ادار مسئولینو له لوري د ورکشاپ پر ګډونوالو بری ليکونه وويشل شول او ورته د بريا هيله وشوه.
۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستيال د کوټ قومي مخورو سره د سيمې پرمختګ او ټولنيزو ستونزو حل په موخه وليدل.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د لړم په لومړۍ ولايت مقام کې د سيد رحمن مومند په مشرۍ د کوټ ولسوالۍ قومي مخورو سره د سيمې پرمختګ او ټولنيزو ستونزو حل په موخه وليدل.
په دې ناسته کې قومي مخورو د ولايت مقام له رهبرۍ مننه وکړه، چې تل يې کوټ ولسوالۍ ته پاملرنه کړې او د يادې سيمې امنيت او پرمختګ په موخه يې هلې ځلې کړي.
دوی د ولايت مرستيال تميم عارف مومند سره بېلابېلې ټولنيزې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند له قومي مخورو مننه وکړه، چې د خپلې سيمې دايمي ثبات ساتلو په موخه حکومت سره همکارې کړي او په دې لار کې يې قربانۍ ورکړي دي.
نوموړي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د يادې ولسوالۍ پرمختګ په موخه به لازم اقدامات تر سره کړي او همدا راز د ټولنيزو ستونزو په حل کې يې هم ژمنې وکړې.
د ولايت مرستيال دغه راز مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر په څېر د خپلې سيمې ثبات ساتلو، پروژو څخه د نظارت او ساتنې په برخه کې حکومت سره همکاري وکړي.
۱/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون، ښوونې او روزنې او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو نوي رئيسان د يادو ادارو استادانو او منسوبينو ته معرفي او مخکېني رئيسان تقدير او وستايل شول.
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استاد پوهندوى ډاکتر همايون چارديوال د پوهنتون د تدريسي روغتون، پوهنوال کريم الله بيدار د ښوونې او روزنې پوهنځي او پوهندوى دوکتور رفيع الله عطاء د حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د رئيسانو په توګه د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې رسماً د دې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال له خوا د اړوندو ادارو استادانو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په همدې مناسبت جوړو شويو غونډو ته د وينا پر مهال د ذکر شويو ادارو د مخکنيو رئيسانو پوهنوال ډاکتر جمال عبدالناصر غازي، پوهاند ذاکره بابکرخېل او پوهاند نقيب الله ثاقب په کړيو خدمتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله، ويې ويل: زمونږ درنو رئيس صاحبانو په سختو شرايطو او نشتو امکاناتو د پوهنتون د علمي او تدريسي پرمختګ لپاره ډېر څه وکړل، چې مونږ د ستاينې او قدرداني ترڅنګ ورته د لوى خداى (ج) له درباره د اجر غوښتونکي يو.
پوهاند بهسودوال تغير او بدلون د ادارې اصل وباله او تمه يې څرګنده کړه، چې نوي ټاکل شوي رئيسان به د پوهنتون د پياوړتيا، پرمختګ او معياري کېدو په برخه کې لازيات اغېزمن ثابت شي.
د ذکر شويو ادارو مخکنيو رئيسانو پوهنوال ډاکتر جمال عبدالناصر غازي، پوهاند ذاکره بابکرخېل او پوهاند نقيب الله ثاقب د پوهنتون د رياست مقام، استادانو او اداري کارکوونکو مننه وکړه، چې له دوى سره يې د ماموريت پر مهال د چارو پر مخ وړلو کې مرسته او همکاري کړې ده او نويو ټاکل شويو رئيسانو ته يې د هر اړخيزې مرستې ډاډ ورکړ.
د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون، ښوونې او روزنې او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو نويو رئيسانو د ولسمشر، لوړو زده کړو وزارت مقام او د ننګرهار پوهنتون مشرتابه مننه وکړه، چې پر دوى ددې دندو باور وکړ.
نوموړيو د خپلو خبرو پر مهال ورسپارل شوې دنده منصب نه، بلکې مسؤليت وباله او ژمنه يې وکړه، چې په خپل ټول توان به يې په ښه ترسراوي کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنوال ډاکتر جمال عبدالناصر غازي، پوهاند ذاکره بابکرخېل او پوهاند نقيب الله ثاقب کړي خدمتونه نوموړيو ته د ستاينليک په ورکړې سره تقدير کړل.
۱/۸/۱۳۹۸
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مشرۍ فرهنګي بورډ جوړ شو
ننګرهار ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئیس رحيم الله خوږياڼي په مشرۍ د ادبي بهيرونو مشرانو او فرهنګي شخصيتونو غونډه وکړه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د فرهنګي ارزښتونو په غوړېدا، کلتوري اصل ته په ژمنتيا او د فرهنګي حلقو او بهيرونو د ملاتړ په اهميت خبرې وکړې. هغه وويل: ((موږ د فرهنګي دوستانو له ملاتړ پرته نيمګړي يو، موږ د فرهنګيانو مشورو او ملاتړ ته اړتيا لرو او ژمن يو چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست روانه فرهنګي بېړۍ له اوسني حالته راوباوسو.))
خوږياڼي زياته کړه: ((د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ټولو فرهنګيانو ګډ کور دی، دا کور به په ګډه جوړوو او ټول فرهنګي حرکتونه به تر يو چتر لاندې راولو، ارمان مو دا دی چې ټول په ګډه سره لاسونه ورکړو او د ادب او فرهنګ کور يو ځل بيا د فرهنګي ارزښتونو په ګاڼه سمبال کړو)) په دې مشورتي ناسته کې د يو فرهنګي بورډ په جوړېدا هوکړه وشوه او توافق وشو، چې فرهنګي بورډ به د فرهنګي شخصيتونو او د ادبي بهیرونو له مشرانو جوړ وي.
زهیر شينواري وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ رياست بايد په لومړي قدم کې لوحو سمونې ته پاملرنه وکړي او ځېنې ناسمې ورسمې کړي. همدا راز دغه رياست بايد يو داسې معلوماتي کتاب چاپ کړي، چې د ننګرهار ټول فرهنګي تصوير له ځانه سره ولري او زموږ مشاهير او تاريخي ځايونه پکې معرفي شوي وي.
ډاکتر اسدالله ښالېز وويل: د زړو رکشاګانو په ورکېدو سره د مبتزلو تصويرونو ستونزه راکمه شوې ده، خو اوس هم ډېر کار ته اړتيا ده، چې د ابتزال مخه يې ډب شي.
د ايپسو ادارې همکارې عزيزې ښکلا وويل: (( زموږ اداره په رواني او کلتوري برخه کې کار کوي، موږ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره همکارۍ ته تيار يو))
د خراسان پوهنتون استاد او د اصلاح ادبي بهیر مشر محمد ګلاب توحيديار وويل: د ځېنو راډيوګانو خپرونې داسې دي، چې څوک يې په کور کې د خپل فاميل له غړو سره نه شي اورېدلی، د دغه ابتزال مخه بايد ونيول شی او د خپرونو معياري کېدا ته کار وشي.
د فرهنګ امر سيد امرالله اميد وويل: د نننۍ ناستې موخه دا وه، چې موږ له خپلو فرهنګي ملګرو نظريات واورو او د هغوی ملاتړ تر لاسه کړو، موږ به د فرهنګي ارزښتونو او ښاري تهذيب په اړه ويډيويي او غږيز تمثيلي وړې پارچې ثبت کړو او له رسنيو به وغواړو چې نشر يې کړي.
په دې غونډه کې عزت الله ځواب وويل، چې د ښار يو شمېر واټونه د مشاهيرو په نومونو نومول شوي دی، پاتې واټونه هم بايد ونومول شي او د ښاري تهذيب په موخه بايد له ښاره ټولې اډې وايستل شي.
صادق الله صادق وويل: (( د اطلاعاتو او فرهنګ رياست بايد د کتابونو چاپ ته هم پاملرنه وکړي، چې موږ ټولنې ته معياري کتاب وړاندې کړو.))
په بحث کې د افغان فلم مدير مجروح او د ننګرهار تیاتر استازي فضل الرحمن شمس د لوحو سمونې په اړه خپلې تجربې شريکې کړې. د خيال ادبي بهیر استازي احمدزي هم د خپل بهیر په استازيتوب د بهیرونو تر منځ د تفاهم، يووالي او ملګرتيا په اصل خبرې وکړې او فرهنګيان یې ګډې همکارۍ ته راوبلل. په غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې د فرهنګي چارو د غوړېدا لپاره به ټول ادبي بهيرونه د يو مشورتي بورډ په توګه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره ګډ کار کوي.
په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس ښاغلي رحيم الله خوږياڼي د فرهنګي شخصيتونو او ادبي بهیرونو د مشرانو له ژمنو مننه وکړه او د دوی ملي احساس يې وستايه. په دې مشورتي ناسته کې ژمنه وشوه، چې راتلونکې چهارشنبه به فرهنګي بورډ په ځېنو مهمو فرهنګي مسايلو بحث او خبرې ولري.
۱۳۹۸/۸/۲
ننګرهار کې د ۶۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې دوه نړیوالې کمپنۍ د پانګونې چمتوالي لري.
د افغانستان د برېښنا شرکت په همغږۍ د اف سي اس او ترکي ګاما نړیوالو کمپنیو په ګډه په ننګرهار کې د ۶۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په موخه پانګونې ته چمتوالی ښودلی
د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رئیس انجینرامان الله غالب د اف سي اس مشورتي شرکت رئیس سره ناسته کړې چې د خبرو اترو پر مهال د نوموړي شرکت رئیس د ترکي ګاما کمپنۍ سره په ګډه په ننګرهار کې د ۶۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید لپاره د پانګونې امادګي ښودلې ده.
دافغانستان برښنا شرکت عمومي اجرایوی رئیس د دغو کمپنيو د پانګونې له امله د خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه، چې د خصوصي سکتور په همکارۍ او د خارجي مرستو پر بنسټ هڅه کوي چې ترڅو د لمریزې انرژۍ په برخه کې لا زیاته پانګونه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چی پرون د لمریزې انرژۍ لومړنی کاري روزنیز پروګرام هم پیل شو.
۱/۸/۱۳۹۸
ګوشتې ولسوالۍ کې ۴۶۰ ماشومان له شاقه کورونو را وګرځول شول او ښوونځيو ته ور وپيژندل شول.
ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې د کار ټولنيزو چارو رياست له لوري د بشر خيريه مرستندويه ادارې په همکارۍ ۴۶۰ ماشومان، چې وړاندې يې شاقه کارونه کول ښوونځيو ته ور وپيژندل شول.
په همدې موخه په ګوشتې ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د مرستندويه ادارو مسئولينو، زده کوونکو او د هغوی والدينو ګډون کړی و.
د کار ټولنيزو چارو رياست د کار امر فضل هادي فضلزي وويل، چې دغه ماشومانو وړاندې په دې ولسوالۍ کې شاقه کارونه کول او له زده کړو څخه محروم و، چې د همکارو موسسو په مرسته يې نن رسماً په ښوونځي کې شامل کړل.
نوموړي وويل، چې پر يادو زده کوونکو قرطاسيه هم وویشل شوه او وخت پر وخت به يې پوښتنه او لاسنيوی کيږي، تر څو دوی د کار پر ځای زده کړې وکړي.
په دې غونډه کې همدا راز مسئولينو د بې سرپرسته او بېوزله ماشومانو ژوند، روزنې او تعليم ته د پاملرنې په برخه کې د هکاريو ډآډ څرګند کړ.
۱۳۹۸/۸/۱
د شهید زړور زاهد د پولیسو روزنیز مرکز څخه ۱۰۲ تنه افسران او سیمه ییز پولیس فارغ شول .
ننګرهار کې د شهید زړور زاهد د پولیسو روزنیز مرکز څخه د ۶ میاشتنیو زده کړو وروسته د ۶ میرمنو په ګډون ۶۳ تنه افسران او د دوو اونیو زده کړو وروسته ۳۹ سیمه ییز پولیس فارغ او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل .
د یادې اکاډمۍ سرپرست قوماندان ډګروال توریالی درانی وایي،د شپږو میرمنو په ګډون ۶۳ تنه ساتنمنان د هېواد د بېلابېلو سیمو څخه د ظرفیت لوړونې په موخه ور پېژندل شوي وو، چې تر ۶ میاشتو روزنې وروسته یې د دویم څارن یا افسرانو په توګه ټولنې ته وړاندې کړل .
هغه وایي، همدا راز یې د دوو اونیو په موده کې ۳۹ تنه سیمه ییز پولیس هم روزلي چې نن یې رسماٌ تر فارغیدو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل .
۱۳۹۸/۸/۱
په ننګرهار کې د وطني په ځآنګړي ډول د ښځینه تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د ننګرهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ،ښځو چارو او ښځینه سوداګرۍ خونې په نوښت د دې ولایت د ښځو په بڼ کې د وطني په ځآنګړي ډول د ښځینه صنعتکارانو تولیدات درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو چې په کې ګڼ شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.
یاد نندارتون چې د جمعې په ورځ به پای ته ورسیږي،په دیرش غرفو کې په کې وطني تولیدات چې په کې اچار،شامپو،مربع،لاسي صنایع او ګڼ نور توکې نندارې ته اېښوددل شوي وو، موخه یې وطني تولیداتو ته بازار موندنه ده .
مسؤلینو په وطنوالو غږ کړی چې له یاد درې ورځني نندارتون څخه لیدنه وکړه،ترڅو د توکو د را نیولو ترڅنګ د خپلو وطني تولیداتو څخه خبر شي .
۱/۸/۱۳۹۸
ننګرهار برېښنا رئیس د بانکونو مسئولینو سره د برېښنا بل ورکوونکو ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
ننګرهار حوزې برېښنا شرکت رئیس اکرام الله عابد په دې ولايت کې د خصوصي بانکونو مسئولینو سره په ناسته کې د برېښنا بل اداء کولو پر مهال د مشتريانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې کړې.
د بانکونو مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د برېښنا بل اداء کوونکو ته به لازم سهولتونه رامنځته او شته ستونزې به حل کړي.
بل لور ته د ۷۹ برج تقویتي ترانسپرمر د ترمیم څخه وروسته په عادي ډول شبکې ته شامل شو .
۱۳۹۸/۸/۱
د جلال اباد ښاروال د ناحیو امرینو سره یو ځای د ښاروالۍ په مقام کې په مستقیم ډول د ښاریانو ستونزې واوریدې .
جلال اباد ښاروال روح الامین حسن د نهه ناحیو امرینو سره یو ځآی د ښاروالۍ مقام کې د ښاریانو ستونزې او شکایتونه واوریدل او اړونده مسؤلینو ته یې هم مهاله د شکایتونو او ستونزو اړوند د حل لارښوونې وکړې .
ښاروال روح الامین حسن وایي،د ننګرهار والي په لارښوونه د هرې اونۍ د چهارشنبې په روځ د مشتریانو په څآنګه کې د خلکو ستونزې په مستقیم ډول اوري چې دا ځل یې د ناحیو امرین هم را بللي وو، ترڅو د خلکو هر ډول پوښتنې،شکایتونه او ستونزې ځواب او حل شي .
۱/۸/۱۳۹۸
څلور داعش وسله وال پولیسو ته تسليم شول
ننګرهار امنې قوماندانۍ تروريزم پر وړاندې مبارزې پوليسو په هڅو څلور داعش وسله وال خپلو وسلو سره تسليم شول.
د معلوماتو له مخې يادو وسله وال مخالفين د کابل او ننګرهار ولايت اوسيدونکي دي، چې د تسلميدو پر مهال يې خپل دوه ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله تومانچې، دوه کړۍ لاسي بمونه هم پوليسو ته سپارلي دي.
يو ځای شويو کسانو پر خپلو تېرو کړنو پښيماني ښودلې او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به د هېواد په جوړونه کې ونډه واخلي.
۱/۸/۱۳۹۸
چپرهار ولسوالۍ کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو څاه ګانو او يو کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ ګډل سيمه کې د دوه ميليونه نهه سوه دري اتيا زره افغانيو په مالي لګښت د پنځو څاه ګانو او ۲۲۰ متره کانال جوړولو چارې پيل شوې، چې په دريو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي جوړونکي شرکت مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د قرارداد اُصولو له مخې تر سره کړي.
نوموړي همدا راز د سيمې له اوسيدونکو څخه د پروژو ساتنې او نظارت برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
۱۳۹۸/۸/۱
ننګرهار کې د خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله تېرو ۲ میاشتو کې ۱۳۵ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د ننګرهار ولایت په شیرزادو،خوږیاڼو،پچیراګام او هسکې مینې ولسوالیو کې په تېرو دوو میاشتو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله ۳۲ داعشیان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي،همدا راز ۷۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي .
په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په وروستیو کې سولې خبرو اترو ته لیوالتیا ښودلې او هم مهاله یې د امنیتي ځواکونو او ولس سره په جګړه بوخت دي،په یو وخت کې دواړه چارو له امله داعشیانو دوی د پردیو مزادوران بللي او پخپلو تروریستي ډلو یې د هر ډول وسله والو طالبانو د خٍپلو امر کړی .
د یادونې وړده چې حکومت پر هغه مخالفینو چې افغانان دي، هر مهال د سولې پروسې سره د یو ځای کېدو او تسلیمیدو غږ کړی،خو هغه چې په جګړه اخته دي،د دفاعي،ملي امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې به ووژل شي .
۱/۸/۱۳۹۸
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سبزآباد غونډۍ فني کيندنو له بهیره ليدنه وکړه
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي د يو پلاوي په ملتيا د سبزآباد غونډۍ د فني کيندنو له بهيره ليدنه وکړه.
د دې ليدنې پر مهال د فني ټيم انجنير ښاغلي روح الله احمدزي د سبزآباد غونډۍ په تاريخي اهميت خبرې وکړې او د تېرو څو مياشتو کيندنو په ترڅ کې یې د ترلاسه شويو اثارو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ته معلومات وړاندې کړل.
انجنير احمدزي وويل: ((په دې غونډۍ کې زموږ څو مياشتنۍ څېړنو او کيندنو دا ثابته کړې ده، چې دلته د کوشانيانو د وخت اثار شته او ښايي دا ځای د هغه د وخت د کوم واکمن د ناستې ځای و، څېړنې او ترلاسه شوي اثار دا راښېي چې په اسلامي دوره کې هم له دغه ځایه د يو ځواکمن سنګر په توګه کار اخيستل شوی.))
احمدزي وويل، چې له دې ځايه تر اوسه په لسګونه تاريخي اثار تر لاسه شوي، چې په کوشانيانو او اسلامي پېر پورې اړه لري.
هغه وايي چې د دې تپې موقعيت داسې دی، چې لويديځ لور ته يې د بودايي دور د امرخېلو، تورغر او ادم خېلو تاريخي استوپې، شمال لويديځ ته يې د درونټې د بحرآباد سمڅې او استوپه، شمال ختيځ ته یې د بحرآباد استوپه، جنوب ختيځ ته یې د هډې تاريخي سيمه پرته ده، چې ټولې استوپې او تاريخي ځايونه له دې ځايه څارل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحيم الله خوږياڼي د ياد ټيم انجنيرانو او مسلکي کسانو ته لازمې سپارښتنې وکړې، هغه د دې غونډې نه ترلاسه شوي اثار د هېواد د فرهنګي شتمنۍ په برخه کې بډايه پانګه وګڼله او د خونديتوب لپاره يې خپلې سپارښتنې وړاندې کړې.
بايد وويل شي چې په ننګرهار کې په لومړي ځل قانوني کيندنې د افغانستان حکومت په توافق په ۱۹۲۲ل کال کې د هډې په سيمه کې د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا پيل شوې، چې په ترڅ کې يې په سلګونه قلمونه منقول او يو شمېر نامنقول اثار تر لاسه شول.