تاند- د وېښتو لومړنی بانک د بریتانیا په مانچستر ښار کې پرانیستل شو. د دې بانک د جوړېدو هدف دا دی چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د سر د وېښتو له کمېدا، یا ګنجي کېدا ځورېږي.

د وېښتو دا بانک هماغه راز چې د وینو زېرمتون یا د وینو بانک وینې ساتي، د انسان وېښته له ژوندیو حجرو سره ساتي. دا وېښته هر بل انسان ته انتقالېدای شي.

بانک له خلکو د خپلو ېښتو د ساتنې په بدل پیسې اخلي. هر څوک کولی شي خپل وېښتان په دې بانک کې په ۲ نیم زره پونډه زېرمه کړي. د دوی وېښتان فریز (کنګل) کېږي. او هرکله چې یې د سر وېښتان توی شي، بېرته په سر کې کېښودل کېږي.

په بریتانیا کې۶ میلیونه او ۵ لکه تنه یا بیخي پک (ګنجي) دي  یا د پکېدو له خطر سره مخامخ دي.

https://www.mehrnews.com/news/4754240/%D9%86%D8%AE%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D9%86%DA%A9-%D9%85%D9%88%DB%8C-%D8%AC%D9%87%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%81%D8%AA%D8%AA%D8%A7%D8%AD-%D8%B4%D8%AF

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *