افغان امنیتي څواکونه

تاند (جمعه، د عقرب ۳) افغان امنیتي ځواکونو د تخار درقد او د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ له طالبانو تصفیه کړي دي.

دهنه غوري، چې ستراتیژیک اهمیت لري، له تېرو ۳ کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې وه. دا ولسوالي وروسته له دې ونیول شوه چې په تېره یوه میاشت کې د کېله ګي په شمول د بغلان یو شمېر نورې سیمې هم له طالبانو تصفیه شوې.

په همدې حال کې افغان امنیتي ځواکونو د تخار درقد ولسوالي له سختو جګړو وروسته نیولې ده.

راپورونه وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره له یوې اوونۍ راهیسې عملیات پیل کړي وو.

د تخار د والي ویندوی محمد جواد هجري  وايي چې د درقد په تصفیوي عملیاتو کې شاوخوا ۵۰ طالبان وژل شوي دي او امنیتي ځواکونه لا هم کور په کور او کلی په کلی د طالبانو په موندلو پسې لټون ته دوام ورکوي.

په وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د غزني ۳ ولسوالۍ هم له طالبانو بېرته نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *