تاند (جمعه، د عقرب ۳) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (جمعه) په اذربایجان کې وویل، د تروریزم ګواښ د هیوادونو راز راز همږغیو ته اړتیا لري.
ښاغلي غني د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ناپېیلي غورځنګ د مشرانو په اتلسمه غونډه کې د ناپیېلي غورځنګ د تاسیس غونډې او منشور ته په اشارې وویل «موږ باید د باندونګ د اصولو پر اساس عمل وکړو. د تروریزم د ګواښ په وړاندې پکار ده چې په مختلفو بڼو همږغي وشي.
ده د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د یرغل یادونه وکړه، ویې ویل«موږ د افغانستان خلک او حکومت له ۴۰ کلونو راهیسې په کړکېچ او جګړه کې ښکېل یوو، افغانستان زموږ د عصر د یوې تر ټولو سترې تراژیدۍ په میدان بدل شوی.»
ده همداراز وویل، افغانستان چې د ناپېیلي غورځنګ له موسسانو څخه دی او په نړۍ کې یې بې پرې رول درلود، د شوروي اتحاد د یرغل له کبله ویجاړ شو.
ده د شوروي اتحاد د یرغل له کبله یو نیم ملیونه افغانان ووژل شول او څو سوه ملیارد ډالره مالي زیان ورواوښت.
ولسمشر د هیواد پر اوسنیو ستونزو هم خبرې وکړې.
ده د افغانستان د حالاتو په اړه د ناپیېلي غورځنګ سرمشریزې ته وویل چې هیواد یې سولې ته ژمن دی او نه غواړي چې خاورې څخه یې د غیرقانوني موادو د ترانزیت په توګه کار واخیستل شي.
ده زیاته کړه«موږ طالبانو ته د سولې وړاندیز کوو. موږ د خپل امنیت مسوولیت لرو.»
ده د تروریزم پر ضد له مبارزې سره د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستې ستاینه وکړه.
د ناپیېلي غورځنګ د غړیو هیوادونو د مشرانو اتلسمه غونډه نن په باکو کې پیل شوه او سبا هم دوام کوي.
د ناپېیلي غورځنګ په سرمشریزه او مقدماتي غونډو کې د ۱۵۸ هیوادونو د مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو او همداراز د نړیوالو موسسو استازو ګډون کړی دی.
اذربایجان به، چې د سرمشریزې کوربه توب کوي، تر ۲۰۲۲ پورې د دې غورځنګ مشري په غاړه لري.
ناپېیلی غورځنګ، چې د سړې جګړې په مهال د امریکا او پخواني شوروي اتحاد د سیالیو په اوج کې جوړ شو، د دې جګړې په کلونو کې بې پرې دریځ غوره کړ.
دا غورځنګ اوس د ملګروملتو له لوري د غړیو د شمېر له نظره دوهمه ستره ټولنه ګڼل کېږي خو له سړې جګړې راوروسته د دې غورځنګ اهمیت کم شوی دی.