تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: په مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، پاکستان، چین او د امریکا د متحده ایالاتو ګډه غونډه کې ټولو لوریو لخوا د افغان بحران په سوله ییز حل ټینګار شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعجاز چودري ویلي، په دې ناسته کې ټولو لوریو هوکړه کړې چې د افغانستان د بحران د مسالمت امېزه حل هڅو ته دوام ورکړل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مالګوف ویلي، د امریکا او طالبانو د سولې مذاکرات دې بیا پيل شي، هغه همدا راز د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د ټینګار تر څنګ په اوربند خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د پاکستان په استازیتوب د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعجاز چودري، د روسیې په استازیتوب د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګور مالګولف، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او چین ځانګړي استازي دین شیجون برخه اخیستې وه.