تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د هند مرستیال ولسمشر وینکایا نایډو او د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د عدم انسلاک یا د ناپېیلو هېوادونو د کنفرانس په څنډه کې د افغانستان له ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.
دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړتیا، د ترهګرۍ په ملاتړو هېوادونو فشار راوړلو، د خپلمنځي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو همکاریو او د سولې د هڅو په ملاتړ او دوام ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار یې له څو ورځو راهیسې د اذربایجان په باکو کې د ناپېیلو یا عدم انسلاک هېوادونو د اتلسمې ناستې ګډونوال دي .
دواړو مشرانو دغه کنفرانس ته د افغانستان د دریځ په تړاو خبرې هم کړې دي.