تاند، شنبه، د عقرب ۴مه: د رسنیو له لوري د غیر حاضرو وکیلانو د لیست د نشرولو له کبله د ولسي جرګې نننۍ غونډه د وکیلانو او د دارالانشاء د رئیس تر منځ د جنجال له کبله بې پایلې پایته ورسېده.

 نن وکیلانو د دارالانشا‌ء له رئیس سره په دې خاطر جنجال کړی دی چې ولې یې د غیرحاضرو وکیلانو لیست رسنیو ته ورکړی دی؟

  دا په داسې حال کې ده چې د فیفا راپورونه وايي، د ولسي جرګې د اوولسمې دورې غړو د پارلمان له رامنځته کېدو وروسته تر دې دمه یوازې پنځه ورځې خپل نصاب پوره کړی دی او باقي مجلسونو کې تر ډېره پورې وکیلان حاضر نه وي.

 په دې خبره د انتقادونو له راپورته کېدو وروسته ګڼو وکیلانو د جرګې د داخلي اصول وظایفو د تعدیل غوښتنه کړې او غږ یې کړی دی چې د جرګې اداري پلاوی دې د وکیلانو د غیرحاضرۍ مسئله جدي ونیسي.

له پنځو ځلونو پرته په ګڼو مجلسونو کې چې تر ټولو ډېر وکیلان حاضر شوي شمېر یې له ۲۵۰ کسانو څخه یوازې ۱۲۶ تنو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *