تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: د هرات امنیتي چارواکي وايي، په تېرو ۷ میاشتو کې یې په دغه ولایت کې ۶۰۴ طالبان وژلي او ۲۸۳ نور ژوبل شوي دي.

 د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېرو ۷ میاشتو کې ۳۰ لوی او ګډ جنګي عملیات په چشت شریف، اوبې، پښتون زرغون، کشک رباط سنګي، کشک کهنه، فرسي او کهسان ولسوالیو کې شوي چې طالبانو ته يې په کې درنه مرګژوبله اړولې: (( په دې عملیاتو کې ۶۰۴ طالبان وژل شوي، ۲۸۳ ژوبل او ۲۷ تنه ژوندي نیول شوي دي.))

نوموړي زیاته کړه  په دغه موده کې په ښار او ولسوالیو کې ۲۲۸ ځانګي عملیاتونه هم شوي چې په ترڅ کې یې ۱۵۴۰ کېلو ګرامه مخدره توکي،  ۱۰۷۳ لیټره شراب، ۱۳ میله وسله، ۳۴ عرادې نقلیه وسایط، ۲۰۱ موبایلونه، ۹۳۳ زره افغانۍ، ۱۳ میلیونه تومان، ۱۹ زره کلدارې، ۷۰ زره هندۍ روپۍ او ۲۵۰ امریکايي ډالر د پولیسو لاسته ورغلي دي.

 د ښاغلي ولیزاده په قول په دغو ۷ میاشتو کې د هرات په کچه ۲۱ جریبه په کوکنارو کرلې ځمکه اړول شوې او ۵ د شرابو کارخانې ویجاړې شوې دي: (( همدا راز مو د ۷۰ معتادانو درملنه کړې ده، همدا راز مو ۲۶۲ شکمن کسان نیولي چې ۴۱ تنه په کې قاچاقبر دي.))

 وليزاده زیاته کړه په دې سربېره ۱۹۸۳ نور کسان هم نیول شوي چې په وسله والو غلاو، د وسله والو ډلو د غړیتوب، وژنو، تښتونو، فریبکارۍ، جعل او رشوت اخیستلو تورونه ورباندې وو، چې په دې ډله کې ۶۰۰ تنه یې وسله وال غله وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *