په بریتانیا کې بې چلوونکي (ډرایور) او کم مصرفه ټکسي، چې په جي پي ایس یا لارښود سیستم سمبال دی، جوړ شو.

دا ټکسي، چې د تېلو پر ځای په برېښنا چلېږي او دوه تنه پکې ځاییږي، د لندن ښار هیترو د نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د میلټن کینز د سیمې په ځانګړو سړکونو کې تګ راتګ کوي.

څو عکسونه یې له تاسو تاندوالو سره شریکوو:

1

په دې موټر کې کارول شوې ټکنالوژي له هغو کامرو او سینسورونو څخه په استفادې، چې په موټر کې نصب شوي دي، ترافیکي مقررات رعایتوي. دا تکنالوژي ډېرې نورې ګټې ن هم لري. له دې امله چې په برېښنا چلېږي، د ژوند چاپېریال نه خرابوي (نه چټلوي) او له بلې خوا یې مصرف لږ دی.

هرکله چې سپرلۍ پکې کښېني، یوازې د سټارټ بټنه باید ټینګه کړي چې موټر روان شي.

11

دا ټکسي حاضردمه د لندن په دې ځای کې تګ راتګ کوي.

مسافر د سفر په ترڅ کې کولی شي چې په موټر کې ویدیويي لوبې وکړي یا انلاین ورځپاڼې وګوري او یا هم د ښار نقشه وګوري.

1

ګومان کېږي چې د دې پروژې د بریالیتوب په صورت کې به د موټرو سترې کمپنۍ په دې برخه کې پانګونه زیاته کړي.

که د لندن تجربه بریالۍ شوه ژر به د بریتانیا په نورو ښارونو کې هم دا ډول بې چلوونکي دوه کسیز ټکسیان عام شي
که د لندن تجربه بریالۍ شوه ژر به د بریتانیا په نورو ښارونو کې هم دا ډول بې چلوونکي دوه کسیز ټکسیان عام شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *