تاند، یکشنبه، د عقرب ۵ مه: تيره شپه ناوخته د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر موټر د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې يو امريکايي سرتيری ټپي شوی دی.
د کندهار په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایي، چې دغه چاودنه د ډنډ ولسوالۍ په سزګز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې په لاره کې شوې ده.
د سرچینې په وينا يو امريکايي سرتيری، چې په پيښه کې ټپي شوی دی، د کندهار هوايي ډګر نظامي روغتون ته انتقال شوی دی.
د کندهار په هوايي ډګر کې ميشت بهرني ځواکونه تل د هوايي ډګر د امنيت لپاره په سيمه کې ګزمې کوي.
وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په چاودنه کې د امریکايي پوځیانو یو رینجر موټر ویجاړ شوی او پکې سپاره ټول پوځیان وژل شوي دي.