تاند (یکشنبه، د عقرب۵) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی چې د افغانستان ولسمشر ته د سولې په اړه د خپلو تازه هلوځلو په باب معلومات ورکړي.
وروسته له دې چې د سپټمبر په اتمه نېټه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ټویټ له طالبانو سره د سولې خبرې پای ته ورسولې، زلمي خلیلزاد په وروستیو ورځو کې یو وار بیا هڅې پیل کړي دي او په دې لړ کې یې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د روسیې، چین او پاکستان له استازو سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه څلور اړخیزه غونډه وکړه.
په همدې حال کې طالبانو چین، ایران او پاکستان ته خپل استازي واستول او له امریکا سره یې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.
کابل ته د خلیلزاد د سفر د هدف په اړه د ولسمشر غني د دفتر یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي«د ده د سفر هدف روښانه دی، هدف یې دا دی چې ولسمشر غني ته د خپلو هغو کتنو په اړه معلومات ورکړي چې د افغانستان د سولې په تړاو یې کړي دي.»
مخکې تر دې چې په سپټمبر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې لغوه شي، دواړو خواوو د پرمختګ او یوې نهايي موافقې ته د رسېدو خبرې کولې خو طالبان لا هم حاضر نه ول چې اوربند ومني یا د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.