تاند، یکشنبه، د عقرب ۵ مه: د ټاکنو په کمېسیون کې د عبدالله عبدالله یو پلوی کمشنر وایي، د ټاکنو د تعدیل شوي قانون په اساس به له ۷۰۰ څخه تر ۹۰۰ زرو پورې رایې باطلې اعلان شي.

مولانا عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي، د پاکو او ناپاکو رایو د تصفیې پروسه لا هم روانه ده او تر اوسه د بایومتریک شویو رایو شمېر ۱۷۹۱۷۰۳ تر ۱۹۲۹۳۳۳ رسېږي چې له دې منځه ۱۳۷۶۳۰ رایې د بحث وړ دي.

ښاغلی عبدالله، چې په ښکاره د ولسمشرۍ د کاندید او اجراییه رييس عبدالله عبدالله ننګه کوي، وایي، هغه ولایتي مسوولان به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي چې د ولایتي درغلیو راپور یې نه دی ورکړی.

د یادونې ده کمیسیون لومړنیو وختونو کې ویلي و چې ټول ټال ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره رایې اعلان کړې وې خو بیا یې وویل چې بایومتریک شوې رایې ۱ میلیون او ۹۰۰ زره دي.

د یادونې ده چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډله او د دې ډلې پلوي رسنۍ ډېر تبلیغ کوي چې انتخابات ګډوډ او بحراني وښيي. دوی دغه راز تبلیغ کوي چې انتخابات دوهم پړاو ته ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *