تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: په کابل کې یو شمېر کروندګرو له مدني فعالانو سره په ګډه د ملي شورا مخې ته د تازه مېوو د خراب بازار پر ضد د اعتراض په ډول د میوو تابوت خاورو ته وسپاره.
معترضانو د کرنې، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو د وزیرانو د منفکۍ غوښتنه وکړه چې ولې یې د افغاني تازه مېوو د صاداراتو او بازار لپاره اسانتیا برابره نه کړای شوه.
فعالانو او کروندګرو نیوکه کوله چې اداري فساد د افغانستان کرنیزو تولیداتو ته په هیواد دننه او بهر کې ستونزې زیاتې کړي او دوی یې د پلور لپاره هیڅ بازار نلري.
د افغانستان فصل نوین مدني بنسټ مشر عبدالنصیر رشتیا په دغه اعتراضیه مراسمو کې وویل، په کور دننه کرنیز تولیدات لازم بازار، سړې خونې نه لري او بهر ته هم کروندګر خپل تولیدات نشي استولی چې له کبله یې په ډیریو ډیرو مڼې، انار او نورې مېوې خوسا کېږي، خو څوک یې پوښتنه نکوي: (( کروندګر د یو فصل نه تر بل فصل پورې پورونه اخلي، کله یې چې بڼونه او پټي حاصلات ورکړي، بیا ورته حکومت بازار نه پیدا کوي او د کروندګرو ټوله خواري په سیند لاهو شي.))
د ښاغلي رشتیا په خبره، دا مهال یو من انار په کور دننه په ۱۰۰ افغانۍ او رومي بانجان په لس افغانۍ څوک نه اخلي، نو کروندګر خپل حاصلات چېرته یوسي: (( موږ د کرنیزو حاصلاتو تابوت ځکه خاورو ته سپارو او جنازه یې کوو چې خپل اعتراض لوړپوړو دولتي مقاماتو ته ورسولی شو او ولسي جرګه هم مجبوره شي چې له دوی څخه وضاحت وغواړي.))
د فعالانو په خبره د کرنې، سوداګرۍ او اقتصاد د وزیرانو د بې کفایتۍ له کبله چې په تېرو پنځو کلونو کې یې هیڅ ونه کړای شول، ان د هېواد د کرنیزو تولیداتو کورني بازارونه هم له منځه تللي دي.
دې اعتراض ته د ولسي جرګې ورغلي غړي سید احمد سیلاب بیا وویل، مشکل په دولت کې نه دی بلکې مشکل دده په خبره د سیسټم په سر کې روانو خلکو کې دی: (( زه هم دا منم چې د کرنې، سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه نمایشي کارونه کوي او د خپلو کروندګرو خبرې ته غوږ نه ږدي.))
ښاغلي سیلاب معترضانو ته ژمنه ورکړه چې د ولسي جرګې له نورو غړو سره به د دوی ستونزه شریکوي او د یادو سکټورونو وزیران به چې زیاتره یې سرپرستان دي د جرګې غونډې ته د پوښتنو لپاره راغواړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر دوبي کې د فراه خلکو د بازار د نشتوالي له کبله خپلې هندواڼې په سړکونو د موټرو ټایرونو ته واچولې او اوس چې د مڼې او انارو فصل رارسېدلی، پاکستان په دغو تولیداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي او د سوداګرو لپاره اخیستي ډېرۍ ډېرۍ انار او مڼې په میدان خوسا کېدونکې دي.