دولت د بهرنيانو کړنې څومره څاري؟

   په افغانستان کې دبهرنیو ځينې هېوادنو ډیپلوماتان په خپلسري ډول له ځینو سیاسي کړیو او قومي مشرانو سره اړیکې ساتي .

   سرچیني  وايي په کابل او ولایتونو کې بهرني ډیپلوماټان او په ځانګړې ډول دایران او پاکستان د سیاسي نمایندګیو استازي د جاسوسانو په څیر دندې ترسره کوي. په دغو ډیپلوماټانو شک کېږي چې له سیمه یزو مخورو او بانفوذه څیرو سره دخپلو هیوادنو په ګټه لیدنې کتنې کوي.

   یو شمیر افغانان دبهرنیو ډیپلوماټانو  دغه کړنې د اندیښنې وړبولي او وايي چې دولت دې په دې برخه کې بشپړ پام وکړي،ځکه چې په هېواد کې داوسنيو حساسو حالاتو په نظر کې نيولو سره هر هېواد هڅه کوي، چې په افغانستان کې دخپل نفوذ لپاره له ټولو ممکنو لارو لاسوهنه وکړي.

   د شمالي ولایت بلخ یو قومي مشر دنوم نه ښودلو په شر‌ط ملي باور ته وویل، د ایران سیمه یزه کونسلګري قومي مشران اوسیاسي څیرې ورغواړي او له هریوه سره جلا جلا اړیکې ساتي. دغه قومي مشر وايي ایران په شمال کې دخپل نفوذ لپاره پراخه هلې ځلې پيل کړي دي او سیمه یزه حکومتي اداره هم د دغه هیواد دګټو لپاره کار کوي .

1دختیځ ولایت ننګرهار په جلال اباد ښار کې هم داسې بېلګې شته چې بهرني ډیپلوماټان په کې په خپل سري ډول کړنې کوي .

   دننګرهار اوسیدونکی محمد حسن ابراهیمي وايي ایرانیان په ننګرهار کې خپله ډله ټپله لري، کله چې دې د ایران په کونسلګرۍ کې کار بند شي نو دلته ډېر خلک شته چې خاطر یې کیږي. ابراهیمي د چا نوم نه اخلي، خو وايي چې ایران په ختيځو ولایتونوکې له قومي مشرانو سره ډیرې ناستې کوي او داهم ویل کیږي چې دامنیتي تړون دنه لاسلیک لپاره یاد هېواد ډېرې هلې ځلې کوي او خلک هڅوي چې په وړاندې یې پورته شي .

    خو نه یواځې ایراني ډیپلوماټان په دې تورن دي چې ګنې شکمنې جاسوسي کړنې ترسره کوي، د یوه بل ګاونډي هېواد پاکستان په هغو هم تور دی چې د خپلو موخو لپاره په افغانستان کې دننه غونډې منډې د خپلو دیپلوماټانو په وسیله کوي.

   ویل کېږي په دې وروستیو کې پاکستان په افغانستان کې دشمالي ټلوالې پخوانيو قومندانانو ته یو ځل بیا لاس ور اوږد کړی. له دې ها خوا په سرحدي ولایتونو کې دپاکستان دکونسلګریو ځینې مامورین د ویزو اخستنې پروخت له خلکو استخباراتي پوښتنې کوي.

    له پیښوره دسوداګریزو توکو یو واریدونکی سوداګر د نوم نه ښودلو په شر‌ط وايي کله چې ویزه اخلي په کونسلګرۍ کې ترې مامورین  دبېلابېلو سیمو دمشرانو او کله ناکله د شکمنو پاکستاني وسله والو په اړوند پوښتنې کوي، نوموړی وايي ډېر وخت دا اړین کار له امله چې بیړه یې وي د همدې پوښتنو له امله یې ویزه ځنډیږي .

   د حقوقي او ديپلوماټيکو چارو کارپوهان وايي بهرني ډیپلوماټان حق نه لري، چې د خپلو هیوادونو لپاره له ډیپلوماټیکې اډانې بهر چارې پرمخ یوسي. د کارپوهانو له خولې ده،که چیرې یو بهرنی ډیپلوماټ شکمنې کړنې ترسره کړي دولت باید  د دوى په وړاندې اړونده هیواد ته احتجاج وکړي.

   دپوهنتون استاد او دچارو شنونکی شير عالم امله وال وايي که چېرې ریښتیا هم داسې څه وي، چې دکونسلګریو مامورین په دې ډول له خلکو سره اړیکي ساتي چې دافغانستان ګټې په خطر کې لویږي، افغان دولت باید په دې اړه جدي غبرګون ولري اوملي امنیت دنده لري ، هغه افغانان وڅاري چې په افغانستان کې دبهرنیو هېوادونو سیاسي نمایندګیو ته بې له کومې اړتیا تګ راتګ لري .

  هڅه مو وکړه چې په دې تړاو دایران او پاکستان د سیاسي نماینده ګیو نظر تر لاسه کړو خو بریالي نه شوواو د يادو سفارتونو مطبوعاتي سرچېنې تل د دا ډول موضوعاتو پر وړاندې په خپل نظر څرګندولو کې سستي کوي او خبريالانو ته په وخت معلومات نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *