تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: دوهم تقیب: په کونړ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته ارامه شوې؛ خو د جګړو له امله یوه مېرمن وژل شوې او څلور کسان ژوبل دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی ملک شیرزمین وايي، دمګړۍ د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستانیو سرحدي ملېشو ترمنځ جګړه یو څه ارامه شوې؛ خو مازیګر مهال د پاکستانۍ غاړې د هاوان په ګولیو په ناړۍ کې یوه مېرمن وژل شوې، یوه مېرمن، دوه ماشومان او یو سپين ږیری ټپيان شوي دي؛ خو د دغو تلفاتو په اړه تر اوسه په رسمي ډول کوم بیان نه دی راغلی.

خو تاند ته د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د پاکستاني ملېشو په ډزو ۳ مېرمنې وژل شوي او ۳ نارینه ټپیان شوي دي.

دا جګړه د یکشنبې د ورځې پر درې نیمو بجو وروسته له هغې د دواړو لوریو ترمنځ پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو  په صفري نقطه کې پوځي تحرکات پیل کړل، افغان پوله ساتو ځواکونو یې مخه نیولې ده.

جګړه د ناړۍ اړوند دوکلام صفري نقطه کې شوې؛ خو د پاکستانۍ غاړې د هاوان مرمۍ د ولسي وګړیو پر کورونو لګېدلي ده.

د ولایتي شورا غړی ملک شېرزمین وايي، پاکستاني ملېشو په زبردستۍ د پوستو جوړولو هڅه کوله؛ خو افغان ګډو ځواکونو یې د ولسونو په ملتیا مخنیوی کړی.

په ختیځ کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي، ناړۍ ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري رسېدلي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، د یکشنبې له غرمې وروسته پاکستانیو ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښې صفري نقطه کې ناقانونه تحرکات کول، چې افغان ځواکونو او ولسونو یې مخنیوی کړی دی.
دی وايي، پاکستانیو ځواکونو پر افغان پوځیانو لومړنۍ ډزې کړي، چې افغان سرتېرو او ولسونو په ګډه دفاع ته وردانګلي دي.

دی وايي، له ماښام راوروسته جګړه یو څه ارامه شوې؛ خو ځای، ځای خال خال ډزې شته.

ولسي جرګه کې د کونړ استازي نعمت الله کریاب ویلي، د دغې پېښې سره هم‌مهاله یې کابل کې لوړپوړي چارواکي جریان کې کړي او ناړۍ کې یې د ولس او افغان ځواکونو د حمايي ډاډ ورکړی دی.

د ناړۍ اوسېدونکي وايي، اوس جنګ ارام شوی؛ خو دواړه لوري یو بل ته ګوته پر ماشه دي او هر مهال د جنګ پیلېدو امکان شته.
تر اوسه پاکستانۍ خوا، د کونړ ناړۍ اړوند دوکلام جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

پر ډیورنډ فرضي کرښه وخت ناوخت د پاکستانۍ غاړې او افغان ځواکونو تر منځ د هغې غاړې د تحرکاتو له امله اخ و ډب رامنځته کېږي.

څه باندې دوه کاله مخکې، تورخم ښارګوټي کې هم پاکستانۍ غاړه صفري نقطه کې د پوستې او دروازې جوړولو پر مهال د افغان ځواکونو غبرګون سره مخ شوه؛ چې بیا یې څلور شواروزه جګړې وکړې.
دغو جګړو کې دواړو لوریو ته د ځاني زیان اوښتو تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اوښتي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *