یوه امېندواره او شیدې ورکوونکې مور باید په ورځ کې ۵ یا ۶ ځلې خواړه وخوري، هغه ښځې چې ښه خوراک کوي او د ماشوم ښه ساتنه کوي، ډېر امکان لري چې سالمه امیندواري او روغ ماشوم ولري. په دې لیکنه کې هغه سالمې او صحي لارې چې د موراو ماشوم د خوندیتوب او د یوې غوره امینداورۍ لپار اړینې دي راغلې دي. نو هیله ده چې ښځې او کورنۍ ترې ګټه واخلي، ترڅو د ژوند په هر ډګر کې سالمې او روغې پاتې شي. 

ښه خواړه وخورئ

ښه خواړه خوړل له مور او ماشوم سره مرسته کوي تچې قوي او روغ پاتې شي.

ښه خواړه خوړل یعنې په پوره اندازه خوراک او هر ډول (متنوع) خواړه خوړل.

له مور سره مرسته کوي چې د ناروغیو په مقابل کې مقاومت وکړي او سالمې پاتې شي. 

د ښځې هډوکي او غاښونه قوي کوي.

ښځې ته د کار کولو انرژي ورکوي.

له ماشوم سره مرسته کوي چې د مور په رحم کې ښه وده وکړي. 

له زیږون څخه وروسته د شدیدې وینې بهیدنې مخنیوی کوي. 

له مور سره مرسته کوي چې له زیږون څخه وروسته خپله انرژي بېرته ژر پوره کړي.

زیات خواړه وخورئ

امیندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له معمول څخه ډېرې تغذيې ته اړتیا لري، ډېره غذا مور ته ډېره انرژي او قوت ورکوي او له ماشوم سره مرسته کوي چې ښه وده وکړي. 

ځينې امیندواره مېرمنې زړه بدوالی لري او نه غواړي چې خوراک وکړي، خو امیندوارې مېرمنې ډېرې غذا او انرژۍ ته اړتیا لري، نو باید  په پوره اندازه خوراک وکړي؛ حتا که هغه ښه احساس هم ونه لري، د ساده خوراکونو خوړل شاید دې ښځو ته اسانه وي لکه وریجې، جوارو او د تناره ډوډۍ … څخه، استفاده وکړي. 

مختلف ډوله خواړه وخورئ

یوه امیندواره مور نسبت نورو ښځو ته ډېره اړتیا لري چې ښه خواړه وخوري؛ اصلي خوراکونه کاربوهایدریتونه، وده ورکوونکي خواړه پروتینونه، شایسته کوونکي خواړه منرالونه، ویټامینونه او حرکت (لوی والی) ورکوونکي خواړه غوړ او خواږه، او ورسره په ډېره اندازه مایعات واخلي. 

دا پنځه ډوله پروتین او منرالونه هره ورځ وخورئ

امېدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې نسبت له نورو ښځو څخه ډېر دې پنځو ويټامینونو او منرالونو: ایوډین، ویټامین اې، کلسیم، وسپینه او فولیک اسیدو ته اړتیا لري؛ نو امېدواره مور باید کوښښ وکړي چې یوه اندازه له دې ویټامینونو او منرالونو څخه ګټه واخلي، ځکه هغه ماشوم چې د مور په رحم کې دی، د ښې ودې لپاره دې خوړو ته ضرورت لري.

هغه ستونزې چې د ښه خوراک نه کولو په پایله کې منځ ته راځي

د ښو خوړو نه خوړل مور او ماشوم دواړه له ستونزو سره مخ کوي، د ښه خوراک د نه کولو له وجې ښځې د  ستړیا، کمزوري، د میکروبو په مقابل کې ضعیفوالی او په نورو جدي روغتیایي ستونزو اخته کېږي، خراب غذایي رژیم د امېدوارۍ په وخت کې خطرناک کیدای شي، دا ددې سبب ګرځي ترڅو مور خودبخود نقصان وکړي یا هم کم وزن او یا سؤشکل ماشوم دنیا ته راوړي او همدارنګه د زیږون په وخت 

او وروسته، د مړینې چانس ډېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *