تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: ایران، افغانستان ته د چرګانو د هګیو صادارت بیا پيل کړل.

د ایران د چرګانو د هګیو تولیدوونکو ټولنې مشر ناصر نبي پور وايي، دوی هره ورځ له ۶۰ څخه تر ۷۰ ټنو پورې د چرګانو هګۍ افغانستان ته صادروي.

 نوموړی زیاتوي، سږ کال ایران، افغانستان ته ۱۶زره ټنه هګۍ صادرې کړې دي: (( یوه میاشت وړاندې زموږ د چرګانو د هګیو بازار په افغانستان او عراق کې خراب شو او موږ دا صادارت بند کړل، اوس مو هم عراق ته صادرات بند دي، خو افغانستان ته مو بیرته پیل کړل.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت افغان حکومت په هرات کې له ایرانه راوارد شوې ۷۰ ټنه خوسا هګۍ ونیولې.

افغانستان د چرګانو د هګیو له پلوه خود کفاشوی هېواد ګرځېدلی خو په دې وروستیو کې چې پر ایران د ټولو هېوادونو د سوداګرۍ لارې تړل شوي، دا هېواد خپل ګڼ تولیدات په ډېره کمه بیه افغانستان ته رالېږي چې له کبله یې د افغانستان د خپلو توکو بازارونه ساړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *