تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو او ژوندي نیولو دواړه پلانونه یې جوړ کړي وو.
نوموړی سي این این تلویزیوني شبکې ته وايي، سوریه کې د ابوبکر بغدادي پر ضد عملیاتو کې امریکايي پوځیانو هغه تسلیمېدو ته وهڅاوه، مګر بغدادي دا وړاندیز رد کړی او پخپله یو تونل ته ننوت، خو کله چې پوځیانو هغه له تونل څخه راوویست، په ځان پورې تړلي واسکټ ته یې چاودنه ورکړه او ځان یې پخپله وواژه.
د مارک ایسپر په خبره، په دغو عملیاتو کې دوه امریکايي پوځیان او یو کشفوونکی سپی هم سرسري ټپي شوی دی.
بلخوا د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس وايي، د شنبې د ورځې استخباراتي معلومات یې د دې سبب شول چې پر بغدادي د شپې له مخې عملیات وشي.
په همدې حال کې یو امریکايي چارواکي ویلي، پر بغدادي یې سوریه کې د عراق له یوې نظامي اډې څخه عملیات طراحي کړي وو.
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس هم وايي، چې نظامي مشران د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ ته ټول انتخابونه وښودل چې پر بغدادي د عملیاتو پر مهال باید وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د افغانستان په وخت ډونالډ ټرمپ په یو خبري کنفرانس کې راښکاره او د بغدادي مړینه یې تاییدکړه.
همدا راز یې له عراق، روسیې، ترکیې،سوریې او کردي ملېشو څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ مننه وکړه.
ټرمپ وویل، بغدادي د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په وخت کې ځانته چاودنه ورکړې او درې ماشومان هم ورسره وژل شوي دي.
ټرمپ زیاته کړه، د بغدادي له وژل کېدو وروسته د هغه ځینو ملګرو ځانونه تسلیم کړل چې ۱۱ ماشومان هم په کې شامل وو او هغوی اوس خوندي دي: (( د چاودنې له کبله د بغدادي جسد ترلاسه نشو، خو د هغه د بدن د ټوټو له ډي این ای ټیسټ څخه وروسته زموږ نظامیانو تایید کړه چې بغدادي وژل شوی دی.))
په همدې حال کې افغان حکومت د بغدادي وژنه د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره اغېزناکه بللې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې تېر ماښام ناوخته نشر شوه، ولسمشر غني ترهګري د انسانیت دښمنه بللې چې هیڅ پوله نه پېژني: (( ابوبکر بغدادي چې د داعش خطرناک ترین مشر و، وژنه یې دغې ډلې ته ډېره لویه ضربه ده.))
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله اعلامیه کې کاږي چې د بغدادي په وژنې سره به په افغانستان کې هم بریدونه تر ډېره کم شي او نړۍ به هم تر ډېره امن شي.