تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شلو اوریزو نړیوالو سیالیو د غوراوي لپاره د لوبو په دوام کې نن په شارجه کې له پاپو نیو ګینې سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د کرکټ ټیم پرون یوه ورځ وروسته له دې سکاټلنډ ته په مشکله ماتې ورکړه چې لومړۍ لوبه یې په ډېر تفاوت پر هالنډ وبایلله.
افغان لوبغاړو پرون د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۷۱ منډې جوړې کړې چې په شل ورځنیو لوبو کې نسبتاً ښه رنزونه ول.
خو د افغان بیټ مینانو خلاف، چې ښه لوبه یې وکړه، باولرانو په ډېر مشکل وکړای شول چې د سکاټلنډ اوپینران وسوځوي.
که څه هم سکاټلنډیانو ښه لوبه وکړه خو بالاخره لوبه په ۱۷ منډو د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان له لوري شاهپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او سمیع الله شینواري د سکاټلنډ د منډو مخه ډب کړه.
داسي ښکاري چې له پاپو نیو ګینې سره د افغانستان نننۍ لوبه به د افغان لوبغاړو لپاره د تېرو دوو مسابقو په شان سخته نه وي.
افغان لوبډله به د دوشنبې او سې شنبې په ورځ دمه وکړي خو د چهارشنبې په ورځ به په دوبۍ کې له ډنمارک سره مخامخ شي. همداراز له مهالوېش سره سم به د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان ټیم له نیپال سره مسابقه وکړي.
د افغانستان د لوبډلې بله مسابقه به له کینیا سره وي. له کینیا سره به د افغانستان ټیم په شارجه کې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ مخامخ شي.