۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار والي وايي د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه په امنيتي، حکومتدارۍ، پراختيايي، فکري او کولتوري تغير برخه کې چارې تر سره کوي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د لړم په شپږمه په ختيځ کې د يوناما په دفتر کې د ښځو ونډه په سوله او امنيت کې د ۲۰۱۹ کال د نړيوالې پرانيستې ورځې په غونډه کې د وينا پر مهال وويل، چې د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه په امنيتي، حکومتدارۍ، پراختيايي، فکري او کولتوري تغير برخه کې چارې تر سره کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه يې لومړيتوب د امنيت تامين ته ورکړی، چې اوسمهال د دې ولايت شل ولسوالۍ امن او د شيرزادو ولسوالۍ امنه کولو په موخه يې عمليات پيل کړي.
هغه وايي ښه حکومتولي د چارو دويم لومړيتوب دی، چې د ولس او مسئولینو ترمنځ د فاصلو په لمنځه وړلو، باور رامنځته کولو، خلکو ته حساب ورکولو، ولسواليو ته د سفرونو او نورو کړنو په تر سره کولو د ښې حکوتوالۍ لپاره کار کوي.
د ښاغلي مياخېل په وينا د سوله ييز چاپېريال رامنځته کېدو په موخه انکشاف ته زمينه برابرول دي، چې اوسمهال يې په دې ولايت کې د سکتورونو او ولسواليو په کچه متوازن انکشاف، د ځنډيدلو پروژو د چارو بېرته پيل کېدو او په مهمو نويو پروژو د چارو په پیل کېدو کې اقدامات کړي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې فکري او کولتوري تغير په رامنځته کېدو سره هم سوله ييز چاپېريال رامنځته کيږي، چې اوسمهال تر ډېره کچه په بېلابېلو برخو کې جګړه ييز او منفي ادابيات، فکري او کولتوري چاپېريال لرو، چې د لمنځه وړلو لپاره يې عملاً کار پیل کړی دی.
ده وويل، چې د سوله ييز چاپېريال په رامنځته کېدو کې د نارينه او ښځينه و ګډ رول تر سره کېدل مهم دي، چې په کې د فکري اختلافاتو له امله رامنځته شوې جګړه لمنځه ځي او سوله يیز ماحول رامنځته کيږي.
ننګرهار والي وويل چې مېرمنو ته يې ځانګړې پاملرنه کړې اوسمهال شاوخوا اولس سلنه مېرمنې په ادارو کې جذب شوي او ډاډ يې ورکړ په ټولو هغو برخو کې چې مېرمنو ته د پرمختګ زمينه برابريږي ور سره به مرسته اوهمکاري وکړي.
غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشرتابه د دفتر رئيسې ډينيس ويلمن او په ختيځ کې د ملګرو ملتونو مشرې ناهيد ابو عکر د خبرو پر مهال وويل، چې په د ۲۰۱۹ کال کې د دوی د خپور شوي راپور په اساس د جګړې له امله څلويښت سلنه قربانيان مېرمنې او ماشومان دي، چې ښکېلو خواو سره کار کوي تر څو د دې تلفاتو او قربانيو مخنيوی وشي.
دوی زياته کړه، چې د يادې غونډې څخه يې موخه ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د سهولتنو رامنځته کېدو، ستونزو اوريدو او حل لارو موندلو په موخه د معلوماتو او نظرياتو را ټولول دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د سولې روانې پروسې په اړه د ښځو پوهاوي، په نړيواله، سيمه ييزه، ملي او محلي کچه د سولې پروسه کې د ښځو ګډون، د سولې په فرصتونو، د شخړو په حل لارو او د سولې اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه او نظريات شريک شول.
ننګرهار والي مسئولينو ته د اوبو بېلونو تحويل، تدارکاتو کمېټې پر شفافيت او د اصنافو او کسبګرو ټاکنو په تر سره کېدو سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دې ولايت په اداري غونډه کې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو ادارو اړوند د اوبو بېلونه تحويل، تدارکاتو کمېټه کې شفافيت او ګړنديتوب رامنځته، ښار جوړونې ادارې سره د ټولو ساختماني پروژو لیستونه شريک، په خپلو ادارو کې ټول خالي بستونه اعلان ته ورکړي او ژر تر ژره د اصنافو او کسبګرو ټاکنې تر سره کړي.
د اداري مجلس غونډه، چې د لړم په شپږمه ولايت مقام کې تر سره شه په کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د بېلابېلو ادارو رئیسانو، آمرينو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د اوبو رسولو نوي رئیس د پيژندنې تر څنګ د ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د مالي کال د پای ته رسيدو پورې د اوبو بيلونه تحويل کړي.
نوموړي د هسکې مېنې ولسوالۍ لپاره جوړ شوي پلان عملي کولو او د جلال اباد ښار اړوند څلورمې ناحيې روښان مېنې، د اسلامي پوهنتون په مروبوطاتو کې، هسکې مېنې پېښې قربانيانو کورنيو او يو شمېر نورو سيمو کې بې ځایه شويو کورنيو ته د استوګنې نومرو ورکړې په موخه مسئولينو ته د اجراتو لارښوونه وکړه.
ښاغلي مياخېل جلال اباد ښاروال ته سپارښتنه وکړه، چې د عدلې ادارې په همکارۍ ژر تر ژره د اصنافو او کسبګرو اتحاديې ټاکنې تر سره او د ښاري نظم رامنځته کېدو په موخه ګړندۍ هلې ځلې وکړي.
هغه مسئولینو ته وويل، چې د تخنيکي څارنې په موخه د ټولو ساختماني پروژو په اړه د ښار جوړونې ادارې سره معلومات شریک کړي او همدا راز يې د تدارکاتي پروسې پر شفافيت او چارو ګړنديتوب ټینګار وکړ.
ننګرهار والي همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او بشري سرچينو ادارو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې په دې ولايت کې د ټولو ادارو خالي بستونه ور سره شريک کړي، ترڅو د اړونده وزارتونو سره يې د ګمارنو په موخه همغږي رامنځته کړي.
کل نفسٍ ذايقة الموت ْ
الحکم لله
په ډيرې خواشینۍ سره یادونه کوم چې د په پاکستان کې د افغانستان مخکیني سفیر او د هېواد وتلي سیاسي څېرې حضرت عمر زاخيلوال پلار قاضي محمد عمر د ورپيښې ناروغۍ له امله د حق داعيې ته لبيک ووايه.
انالله وانا اليه راجعون.
زه ارواښاد ته د پاک رب ج له درباره د فردوس جنت، کورنۍ غړو،خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوم او ښاغلي زاخیلوال سره په دې درون غم کې ځآن شریک بولم.
روح دې ښاد وي .

شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي
۵/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د بشر حقونو خپلواک کميسون مسئولين محبس او نظارت خونو کې د بنديانو وضعيت څېړنه کوي
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ته د بشرحقونو شکنجې کمیسون مرستیال د لړم په ۵ مه ولایت مقام کې، چې د ننګرهار امنې قومندان، بشرحقونو رئیسې او ګڼ شمیر نورو شتون درلود وويل، چې د دې ولايت په محبس او نظارت خونو کې د بنديانو وضعيت څېړنه کوي .

د بشر حقونو شکنجې کمیسون مرستیال محمد عارف حافظ وويل، چې ننګرهار محبس او نظارت خانو کې د بنديانو د وضعیت او هغوی حقونو ته د پاملرنې په موخه څارنه کوي، چې معلومات به يې ولایت مقام او اړونده ارګانونو سره هم شريک کړي.

په ختيځ کې د بشر حقونو خپلواک کميسون رئيسې صبرينا حميدي وويل، چې امنيتي او قضايي ارګانونو سره ښه همغږي لري او پر وخت ور سره د بنديانو په اړه معلومات شريک کيږي، نوموړې زياته کړه ، چې هر مهال د ځانګړې کمېټې له لوري د بنديانو د وضعيت پوښتنه کوي.

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وویل، چې د جرمونو مخنيوي په موخه اړينه ده، چې په ټولنه کې مثبت فکري بدلون رامنځته شي.
نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې شاوخوا پنځه ميليونه وګړي ژوند کوي، چې ځينې وختونه جرمونه رامنځته کيږي؛ خو د تېر کالونو پرتله سږکال د جرمونو مخه نيول شوې او د مجرمينو کچه ټيټه شوې ده.

ننګرهار والي همدا راز د بشر حقونو خپلواک کميسون مسئولينو ته په بند خونو کې د بنديانو د وضعيت څېړنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار امنيه قوماندان بريد جنرال عبدالرقيب مبارز وويل، چې د جرمونو پر مهال يو شمېر کسان نيول کيږي؛ خو د ځينو خلکو له لوري مداخله کيږي، چې دا کړنه د جرمونو په مخنيوي کې بده اغيزه کوي.

امنيه قوماندان وويل، چې پولیس حق لري ترڅو په جرم تورن کسان تر دوه اويا ساعتونو په نظارت خانه کې وساتي او ډاډ يې څرګند کړ، چې دوی په بند خونه او نظارت خانو کې د بنديانو حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

۱۳۹۸/۸/۵
د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټیټوټ عمومي رئیسې ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت والي سره ولیدل .
د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټیټوټ عمومي رئیسه نانسي لینډبورګ ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل،مسؤلینو،مخورو،علماؤ کرامو او یو شمیر نورو سره د لیدنې ترڅنګ د تاریخي،ټولنیزو او رسنیو سیمو څخه لیدنه وکړه.
د نوموړي سره په دې سفر کې د اسیا لپاره د سولې انسټیټوټ مرستیال،د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره د یاد انسټیټوټ مشرانو او یو شمیر نورو هم ملتیا کوله .
دوی ننګرهار والي شاه محمود میاخېل سره په ولایت مقام کې تر ناستې وروسته د شاه غازي امان الله خان مزار،جلال اباد شاهي ماڼۍ،د شکایتونو اوریدو ۱۶۰ شمیرې دفتر او رسنیو مرکز څخه لیدنې وکړې .
د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټیټوټ عمومي رئیسې نانسي لینډبورګ په مشرۍ یادو لوړ پوړو مسؤلینو د جلال اباد ښاروالۍ په میملستون کې د ننګرهار والي په مشرۍ یو شمیر چارواکو،علماؤ کرامو،مخورو او نورو سره ناسته وکړه .
د دې ناستې پر مهال ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،ختیځ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې،د بشر حقونو،پوهنې،اداري اصلاحاتو او کانال ادارو رئیسانو،ختیځ کې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي سیدالرحمن،قومي ملک عثمان،دیني عالمانو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ناستې پر مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات په رامنځته کېدو کې د ولسي،حکومتي او نړیوالو رول لوبیدو او زمینې برابرولو اړوند بحثونه او خبرې اترې وشوې .
ټاکل شوې میرمن نانسي لینډبورګ په پلازمینه کابل کې په ملي او نړیواله کچه د یو شمیر لوړ پوړو مشرانو سره تر لیده کاتو وروسته بېرته امریکا ته ولاړ شي.
د یادونې وړده چې د امریکا متحده ایالاتونو د سولې انسټیټوټ د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی تحقیقاتي او علمي مرکز دی چې د سولې په برخه کې کار کوي او په افغانستان کې له تېرو لس کالونو راهیسې هم خپل فعالیت پیل کړی دی .

۵/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د هسکې مېنې وروستۍ پېښې شهيدانو فاتحه واخیستل شوه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار سرحدونو او قبايلو چارو رياست کې د هسکې مېنې وروستۍ پېښې د شهيدانو فاتحه واخیستل شوه، چې پر مهال يې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د ادارو مسئولينو، قومي مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د فاتحې په مراسمو کې د هسکې مېنې جودرې سيمې د وروستۍ پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وشوه.
همدا راز د فاتحې پر مهال په ټول هېواد کې د تلپاتې سولې، امن او ثبات په موخه هم دعاوې وشوې.
۶/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د يو فرعي سړک حريم له غصب څخه وژغورل شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې مربوطاتو کې د يو فرعي سړک حريم له غصب څخه وژغورل شو.

د څلورمې ناحيې امر بريالی چلند وايي، چې يو تن له لوري د سړک په حريم کې د جوړونې چارې تر سره کېدې، چې چارې يې ودرول شوې او د سړک برخه له غصب څخه وژغورل شوه.
نوموړی وايي، چې د سړک تخريب شوې برخه بېرته ورغول شوه او د سيمې خلکو ته خبرداری ورکړل شو، چې د سړک حريم ته زيان ونه رسوي او له غصب څخه ډډه وکړي، چې سر غړونکو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.
۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت روغتيا مسئولين وايي تېر کال پاکوالي ته د نه پاملرنې له امله ۳۹۳ زره کسان په اسهالاتو اخته شوي دي.
ننګرهار ولايت عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، تېر يو نيم کال دغه ولايت کې ۳۹۳زره کسان په اسهالاتو اخته شوي چې لويه ستونزه د پاکوالي نه مراعتول دي.
دوی وايي، که تر خوړو وړاندې لاسونه په صابون او پاکو اوبو پرېمينځل شي، ۸۰سلنه پر ناروغيو د اخته کېدو مخنيوی کېږي.
روغتيايي مسئولينو دا څرګندونې د لړم په ۶مه ننګرهار کې د لاس مينځلو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وکړې.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د مخنيوي او عامه پوهاوي د برخې مشر ډاکټر عبدالرشيد وفا وايي، تېر يو نيم کال دغه ولايت کې ۳۹۳زره او ۸۲۱ کسان د اسهال په مختلفو ناروغيو اخته شوي دي.
د هغه په وينا: ((تېر ۱۳۹۷ کال کې موږ په اسهالاتو د اخته کسانو ټوټل ارقام ۲۱۳زره او ۶۷۰ تنه ثبت کړي و، د روان ۹۸ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۸۰زره او ۱۵۱ کسان موږ سره راجسټر شوي دي.))
دی وايي، په دغو اسهالاتو کې تر ټولو خطرناک يې د اسهال پرمهال د وينې تګ دی چې کله ناکله د انسان د مړينې سبب هم ګرځي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالشکور عظيمي ټينګار وکړ چې د دغو ناروغيو لوی لامل د پاکوالي نه مراعتول دي او يوازې حفظ الصحې ته پاملرنه کولی شي چې د ناروغيو مخنيوی وکړي.
هغه زياته کړه، په پاکو اوبو د خوړلو وړاندې او د حاجت تر رفع کولو وروسته د لاسونو وينځل ۶۰سلنه د ناروغيو مخه نيسي او په صابون او پاکو اوبو پرېمينځل يې ۸۰ سلنه مخنيوی کوي.
نوموړی په ولسونو غږ کوي چې په کورنيو کې د خوړو ترڅنګ يې هره مياشت د صابون اخېستو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه له درملنې ځان ساتنه غوره کار دی.
۶/۸/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مستوفيت کې مشتريانو ته د پاملرنې او خدمت څانګه فعاله شوه
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د ولايت مستوفي ګل افضل نادري له لوري مستوفيت اداره کې مشتريانو ته د پاملرنې او خدمت څانګه فعاله شوه.
د ولايت مستوفي ګل افضل نادري وويل، چې د خدمت څانګې له پرانیستلو څخه يې موخه مشتريانو ته په بېلابېلو برخو کې د سهولتونو رامنځته کول دي.
نوموړي د خپلې ادارې پر مشتريانو غږ وکړ، چې يادې ادارې ته په ننوتلو سره لومړۍ د خدماتو څانګې ته تشريف يوسي، ترڅو يې کارونه په ښه او اسانه ډول پرمخ يوړل شي.
۶/۸/۱۳۹۸
کوټ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ښوونځي د ودانۍ ۷ تنو جوړونکو ته مرګ ژوبله واړوله
ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ ميترانو سيمه کې په يوه ښوونځي کې، چې د جوړونې چارې يې جريان لري، په کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله د ودانۍ جوړولو دوه کارکوونکي شهيدان او پنځه نور يې ټپيان کړل .
د پېښې دوه ټپيان د ولسوالۍ او درې نور جلال اباد حوزوي روغتون ته را ليږدول شوي
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په رامنځته شوې پېښه خواشيني ښودلې،شهيدانو ته يې د فردوس جنت او ټپيانو ته يې د بيړنۍ روغتيا هيله کړې .
هغه زياته کړه،تروريستانو د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنې سره وښودله چې دوی د پوهنيز پرمختګونو مخه نيسي او هغه کسان يې شهيدان او ټپيان کړل چې ښوونځی يې جوړولو .
۶/۸/۱۳۹۸
جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو د نانوايي ډوډۍ وزن کولو کمپاين پیل کړ
جلال اباد ښاروالۍ د مارکيټونو د تنظيم او څارنې امريت له لوري د نانوايي ډوډۍ وزن کولو کمپاين پيل شو، چې په لومړۍ ورځ د سرغړونې له امله پنځه نانوايان وتړل شول او د دريو مالکان جريمه شول.

د مسئولينو په وينا د دې کمپاین په ترڅ کې د دريو نانوایانو مالکان، چې د ټاکل شوي ١٩٠ ګرامه وزن څخه ٢٠ ګرامه سرغړونه کړې وه نغدي جریمه او پنځه نور نانویان، چې د یوې پخې شوې ډوډۍ وزن یې ١٦٠ ګرامه و وتړل شول.
د ښاروالۍ مسئولين وايي د ټولو هغو نانوايانو مالکانو سره به د قانون له مخې چلند تر سره کړي، چې د ډوډۍ وزن يې د ورکړل شوي وزن څخه کم وي.
۵/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د خالص بابا فامیلۍ عامه کتابتون انجنیري سروې او ارزونه تر سره شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحیم الله خوږياڼي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان ښار جوړونې وزارت فني انجنیري ټیم سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فني پلاوي ته د خالص بابا فامیلۍ د عامه کتابتون په اړه معلومات وړاندې کړل.
پلاوی د خالص بابا فامیلۍ ته لاړ او د عامه کتابتون حدودات یې د اوسپنیزو نخښو په ښخولو سره وټاکل.
ياد کتابتون چې په ٢٥ بسوو ځمکه کې به جوړ شي له هر ډول اسانتیاو او لوازمو به برخمن وي.
له پلاوي سره د تاریخي ابداتو مدیر انجنیر احمد شاه عمري، مالي او اداري مدیر شېر افغان شهید، د افغان فلم مدیریت کارکوونکي سیدکریم ژوندون قومي مشر حاجي ادریس او احسان الله ممله وال ملګري وو.

۱۳۹۸/۸/۵
په ننګرهار کې د جنایي کارکوونکو ارزونه د لاسته راوړنو له مخې ترسره کیږي.
د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ اړوند جنایي مدیریت منسوبینو د یوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې کارمندانو ته به د ارشیف کتابچې جوړې کړي او د لاسته راوړنو له مخې به یې ارزونه ترسره شي .

د امنیه قوماندانۍ جنایي مدیر حامد ستانکزی وایي، د یادې پرېکړې او ارزونه له مخې به د کارمندانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته او د فعال او غیري فعال کارمند ترمنځ به هم توپیر هم وشي .
۵/۸/۱۳۹۸
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ثبت شوی هنري افغاني فلم سجده تر جوړيدو وروسته نندارې ته وړاندې شو.
په ننګرهار کې د شاه فلم کمپنۍ له لوري د سجدې په نوم هنري افغاني فلم، چې د لغمان او کونړ ولايتونو سربېره د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې صحنې ثبت شوي تر جوړيدو وروسته نن د اطلاعاتو فرهنګ ادارې د غونډو په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
ياد فلم چې پرې اووه سوه زره افغانۍ لګښت راغلی د دريو کالونو په موده کې ثبت او تخنيکي چارې بشپړې شوي، لارښوونه او مرکزي کرکټر يې امير شاه تلاش او د پروډيوسرۍ چارې غرني ايوبي او سبحان الله له لوري، موزيک چارې د بريالي غمزده او انځور اخیستو چارې يې د کامل حسين او يو شمېر نورو له لوري تر سره شوي دي.
د دې فلم جوړونکي او مرکزي رول لوبونکي اميرشاه تلاش وويل، سجده د هغه ځوانانو په ژوند څرخې چې د پردیو د موخو لپاره کار کوې، غلا، انسان تښتونه، وژنې، ظلم او بربریت د دوې دژوند برخه وي .
نوموړي وويل: (( سجده د مجازي مینې او حقیقې مینې توپیر ښودنه کوي کومه مینه، چې انسان اصلاح کړي هغه کې هوس او مطلب نه وي.))
هغه وايي په دې فلم کې مجازي مینې څخه تر حقیقې مینې پورې سفر د یو بې لارې وحشي انسان کیسه ده، چې د مینې احساس او عاطفې څخه لرې ساتل شوی وي او ټول خلک ورنه نفرت او کرکه کوي؛ خو کله چې په درست ډول د اسلامي ژوند تګلاې په اړه معلومات ترلاسه کوي؛ نو خپل د ژوند موخې ته بدلون ورکوي.
د فلم جوړوونکی امير شاه تلاش وويل، چې په دې فلم کې د اسلام له نظره د مور او پلار حقونو سربيره ټولنيز ژوند کولو په اړه عامه پوهاوی شوی دی.
د اطلاعاتو فرهنګ رياست د فرهنګ امر امرالله اميد وويل، چې فلم د يوې ټولنې د مادي او معنوي فرهنګ په پېژندنه کې رول لري؛ خو دا برخه په هېواد کې له دې امله نيمګړې ده، چې په افغاني رسنيو کې پردي فلمونه او ډرامې نندارې ته وړاندې کيږي، چې زمونږ د کلتور، مذهب او نورو عنعنوي اړخونو سره په ټکر کې دي.
هغه د سجدې فلم جوړيدل يو ښه اقدام وباله او زياته يې کړه، چې په کې فرهنګي، مذهبي، سیاسي او ټولنيزو اړخونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او کورنۍ کولی شي، چې په خپلو کورونو کې ننداره کړي.
د ننګرهار اطلاعاتو فرهنګ ریاست د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح د دې فلم نندارې پر مهال وويل، چې د سينما د نه شتون له امله د فلم جوړونکي په فلم شوی لګښت نه شي پوره کولی؛ خو زياته يې کړه ولسمشر سره يې د ناستې پر مهال ډاډ ترلاسه کړی، چې دې هنر ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي وويل؛ که افغاني تلويزيونونه د بهرنيو پر ځای افغاني سریالونه، فلمونه او ډرامې جوړې کړي هم به کلتوري، مذهبي او سیاسي ارزښتونه په نظر کې ونيول شي او هم به په اقتصادي لحاظ د سينما په هنر کې بډايه شو.
هغه له رسنيو وغوښتل، چې په څلرویشتو ساعتونو کې خپلو افغاني فلمونو، سريالونو او ډرامو ته يو ساعت وخت ورکړي.
يو تن ممثل، چې په دې فلم کې يې منفي رول لوبولی وايي، چې له دې څخه يې موخه ولسونو ته د ښو او بدو کړنو د پايلو ښودل دي.
د يادونې وړ ده دا لومړی ځل دی، چې په ننګرهار کې افغانی فلم تر جوړيدو وروسته د پرانیستې په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کيږي.
۱۳۹۸/۸/۵
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا د پرېکړې له مخې په شیرزادو ولسوالۍ کې عملیات پیل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت د نظامي شورا د پرېکړې وروسته نن د لړم په ۵ مه په شیرزادو ولسوالۍ کې د سیلاب ۴ نمبر څوارلس ترنامه لاندې جګړه ییز او چاڼیز عملیات پیل شول چې سیمې د مخالفینو څخه د پاکولو او د پوستو جوړولو وروسته به پای ته ورسیږي .
د یادو عملیاتو قوماندان د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی پر غاړه لري او په کې ټول اړونده ارګانونه ګډون لري .
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او مېړانې څخه په ستاینې د سیمې د خلکو څخه وغوښتل چې د سرتېرو سره د عملیاتو پر مهال مرسته وکړي،ترڅو په سیمه کې امن او ثبات رامنځته شي .
شیرزاد ولسوالۍ چې د کالونو راهیسې په کې مخالفین تروریستي فعالیت کوي، په پاکېدو سره به یې په ښار او نورو سیمو امنیتي وضعیت کې هم د پام وړ مثبت بدلون راشي .
۵/۸/۱۳۹۸
ننګرهار کې د هېواد او سیمې په کچه اسلامي اجتماع په هېواد کې د امن او سولې رامنځته کېدو په دعا سره پای ته ورسیده .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د چکنورې سیمې اړوند په تبلیغي مرکز کې د هېواد په کچه د لسګونو زرو کسانو په ګډون درې ورځنۍ اسلامي اجتماع په دې هېواد کې د سولې او امن د رامنځته کېدو په موخه په دعاء سره د امن په فضاء کې پای ته ورسیده .
یاده اجتماع چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده،په کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو سربېره د پاکستان، بنګله دېش او هندوستان هېوادو دیني عالمانو هم ګډون کړی وو.
د اجتماع په وروستۍ ورځ،چې لسګونه زره کسانو په کې ګډون کړی وو په ټوله اسلامي نړۍ په ځآنګړي ډول په افغانستان کې د امن د ټینګښت او سولې د رامنځته کېدو دعا ګانې وشو .
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د تبليغي اجتماع جوړوونکو، ګډونوالو او امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې د اجتماع تظيم، امنيت او ښه تر سره کېدو برخه کې يې هلې ځلې کړې دي.
د یادونې وړده د ننګرهار په تبلیغي مرکز کې هر کال په ملي او نړیواله کچه لویه اسلامي اجتماع ترسره کیږي.
۵/۸/۱۳۹۸
لغمان ولايت کې د ننګرهار د هسکې مېنې وروستۍ پېښې شهيدانو ته د مغفرت په موخه د قرانکريم ختم او دعا مراسم ترسره شول.
په همدې موخه د لړم پر ۵ نېټه له غرمې وړاندې ځانګړې غونډه نيول شوې وه، چې پرمهال يې د لغمان والي محمد اصف ننګ سربېره، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، د ولايتي شورا رئيس د شورا غړيو، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د قرانکريم ختم او فاتحې ګډونوالو د ننګرهار د هسکې مېنې، د لغمان الينګار او اليشنګ ولسواليو د ورستيو پېښو دشهيدانو او د او کندهار پخواني امنيه قومندان شهید جنرال عبدالرازق اڅکزي روحونو ته د مغفرت دعاوې وکړې او په ټول هېواد کې يې د تلپاتې سولې او ثبات هيله وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *