تاند- وسله والو طالبانو د کابل د پرونۍ ځانوژونکې حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

طالبانو د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېر هومره ښودلی چې امنیتي ځواکونو اعلان کړی دی. طالبان وايي چې په برید کې یې ۳۲ عسکر او پولیس وژلي یا ټپیان کړي او ۷ پوځي موټرونه یې ویجاړ کړي دي.

طالبانو د پخوا خلاف په دې په ځنډ خپره کړې خبرپاڼه کې د امریکايي پوځي د وژل کېدو یادونه نه ده کړې.

افغان پولیس وايي چې د پولتخنیک پوهنتون په ساحه کې د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې لږترلږه لس تنه وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل  دي.

ځانمرګي خپل موټر د امنیتي ځواکونو له یوه زغرګاډي سره ټکر کړ چې په نتیجه کې یې افغان امنیتي ځواکونو او همداراز عامو خلکو ته مرګ ژوبلې واوښتې.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په دغه برید کې د دوی یو عسکر وژل شوی دی.

دا برید د لویې جرګې له خیمې یوازې پنځه سوه متره لېري وشو.

وسله والو طالبانو ویلي چې پر لویې جرګې او د هغې پر برخه والو به بریدونه وکړي.

ټاکل شوې ده چې په مشورتي لویه جرګه کې، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د څه باندې دوه نیم زره استازو په ګډون جوړېږي، له امریکا سره د امنیتي موافقې په باب بحث وشي.

د جرګې برخوال سر له ننه کابل ته تګ پیلوي.

د امنیتي موافقې د لاسلیک کېدو په صورت کې به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د لسو زرو او شپاړس زرو ترمنځ نړیوال ځواکونه پاتې شي.

وسله والو طالبانو د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې د امریکايی پوځیانو د حضور د دوام ملاتړ ونه کړي او که چا د دې موافقې ننګه وکړه د دوی له لوري به ووژل شي.

د افغانستان حکومت وايي چې امریکا یوازې په بګرام کې د مستقلې اډې غوښتونکې ده.

د ولسمشر کرزي د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په وینا له یوه هیواده پرته، چې اشاره یې ایران ته وه، د سیمې نور هیوادونه د افغانستان او امریکا له امنیتي موافقې سره مخالفت نه لري.

5 thoughts on “د کابل د برید د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه د طالبانو او چارواکو ورته څرګندونې”
  1. زه وایم چې دومره له سپږې نه خانم جانه جوړولو ته څه ضرورت وه چې کرزي ورباندې ټول جهان خبر کړ، خو یو لاسلیک وه یوه موافقه وه چېرته به یې کړې وای. دا دولس کاله چې له هر ډول اصولو او قوانینو خلاف په دې وطن کې اوسېدل او له وحشي طالبانو نه بدتر دوی په کلیو او ښارونو کې د خلکو په کورونو ورننوتل او انسانان یې سپک کړل او ویې وژل نو اوس لا د جرګو او مرکو له پاره څه اړتیا وه چې د لسو نورو کالونو له پاره یې ترې کیسې جوړې کړې. د ړانده لښکر چې اوس د جرګې ګډونوال وژني هغه وخت یې ولې دا فکر نه کاوه چې له نهه سوه ډېرو علماوو په یوه لویه جرګه کې په ۲۰۰۱ کال کې له ملا نه وغوښتل چې عربان له وطن نه وباسي ځکه چې دا ډېر فقیر ولس دی او نه د امریکا د زور طاقت لري او نه د اروپا خو ده د چټلستان د داخله وزیر فیصل صالح حیات په وینا د جرګې فیصله ماته کړه او د عربانو ساتلو ته یې دوام ورکړ.

  2. جنا ب محترم کرزی صاحب دخدای او درسول او دخپل مظلوم اولس دسر او مال دخواندی سا تلو بشر یت ته په احترام سره نوره بیګونه بی شماره ما شومان څوانان زاړه نجونی پیغلی زاړی ښڅی متعلمین محصلین دوکا نداران ټول اهل کسبه وو وژنه بند کړه په یوه بها نه او بله بها نه د ټول ملت بیګونه لکه چر ګانو غو ندی په وینو کی لت اوپت کړل ستا لویه جرګه چه جوړیږی نور به څومره خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی اخر افغا ن ی یا بل کوم ظا لم بیګا نه په خپل اولس تراحم وکړه نوره چل او فر یب دوکه غولول پریږده یا مامرین رخصت کړه یا شهر یا ن په کور کی بندی کړه تر څو لوبه پای ته ورسیږی څه حا ل پههم شهر یا نو تر یږی دشهر وضعه با ا لکل خرابه خلک په ډیر بد حا لت کی قرار لری دوه سا عته کی یو کیلو متر تګ نشی کولی دمړه به څه حا ل وی او د مر یض ببببببببببببببه به څه حا لوی

  3. ،له هیواد والو سخه غوارم چه نور په دی اوتو بوتو ونه غولیگی،
    هوشیار اووسی،
    زیرک ووسیژی او افغانستان نور وژغوری له پلورلو سخه یی وساتی
    او د کرزی گوداگی ریژیم په دی فریبانه جرگو اعتبار ونه کری
    دی جرگو کی به هغه ۲۵۰۰۰ کسان گدون کوی کوم چه دغلامی په دام کی راگیر دی اویا هغه ساده افغانان چه د دالرو زور نه لری هغه به پکی گدون کوی چه زمونگ لپاره داعتبار ور نه ده

  4. اسماني پوځ
    موږ لا ولي دخپل نفس په بدلولو کي تلوار نه کوو؟ له خدایه ژوند غواړو خو دکرارۍ او امن لپاره یې هیڅ فکر نه کوو، له خدایه هرڅه پر کراره غواړو خو خپله حرکت نه کوو،خدای ته لاسونه لپه کوو خو په زړه کي مو یوازي فردي غوښتنه وي، خدای باندي ایمان لرو خو دعبادت،امارت اوخلافت په مانا نه پوهیږو،دحضرت محمد امتیان ځان بولو خو دلاري پلوي يې نه کوو، سیاست وایو سیاست مو خوښ دئ خو دسیاست دښه کولو لپاره کومه طرح نه وړاندي کوو، نظام فاسق گڼو خو دښه کولو لپاره مبارزه نه کوو،امنیت ښه نه دئ خو د دولت سره مرسته گناه اویایوازي دا دهغو مسؤلیت گڼو، اخر بدلون پخپله راځي؟ که راځي نو؛ څوک راځي ملائیکي راځي او که اسماني پوځ؟

  5. هاهاهاهاهاهاها دچاخبری ومنو هر یوشی نوشته کوی اما حکومت خپل ترگتی نه تیریزی او طالبان خپل ترگتی مگر لویه گته دامریکا ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *