تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په سږني ۲۰۱۹ کال کې د جګړو له کبله ۳۵۰ زره افغانان بې کوره شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو  د همغږۍ ادارې یا اوچا نن دوشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ویلي، سږ کال د جنورۍ له پيله تر اوسه ۳۵۴ زره ۶۶۴ نفر له ۳۱ ولایتونو بې کوره شوي په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې ۳۱۰ زره افغانان بې کوره شوي وو.

 د راپور له مخې تر ډېره د شمال ختیځو ولایتونو خلک بې کوره شوي چې شمېر یې ۱۶۰ زرو ته رسېږي، همدا راز په ختیځو ولایتونو کې هم ۶۷ زره، له شمالي ولایتونو ۶۰ زره او له لویدیځو ولایتونو ۲۹ زره ۹۰۰ تنه بې کوره شوي دي.

 د بې کوره شویو افغانانو د شمېر د زیاتېدو په اړه راپورونه په داسې حال کې ورکول شوي چې ژمی راروان دی او افغان ځواکونه لا هم له داعش او طالب وسله والو سره په ګڼو سیمو کې په جګړه بوخت دي چې د کال تر پایه د بې کوره شویو افغانانو په شمېره کې د زیاتوالي او ورته د مرستو نه رسېدو برخه کې جدي اندېښنې شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *