تاند، دوشنبه، د عقرب ۶مه: یو شمېر افغان سیاستوال چې دا ځل کابل ته د زلمي خلیلزاد له راتګ وروسته یې له نوموړي سره لیدلي دي، وايي، کابل ته د خلیلزاد د تازه سفر هدف دا دی چې له طالب بندیانو سره د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د راخوشې کولو په تړاو سلا مشورې وکړي.
دوی وایي، خلیلزاد هڅه کوي چې د انس حقاني په بدل کې دوه امریکايي استادان له طالبانو راخوشې کړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو لاره خلاصه کړي.
د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد چې د کرزي په مشرۍ له خلیلزاد سره د سیاسیونو د ډلې د ملاقات غړی و وايي، دا یې غوښتنه ده چې زندانیان تبادله شي: (( تر څو چې زندانیان خوشې نه کړای شي، تاوتریخوالی به شدید وي، خو که د ښه نیت له مخې زندانیان تبادله کړای شي، دا به نېک اقدام وي.))
خو سیاسي فعاله فوزیه کوفي وايي، انس حقاني د امریکایانو په ګوانتانامو یا کوم بل بهرني زندان کې نه دی، بلکې هغه د افغانانو په زندان کې دي، له دې کبله باید د افغانستان د قوانینو درناوی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، انس حقاني د خپلو خلکو قاتل دی او د هغه په اړه خبرې نه کول یې سره کرښه ده، نه به هم انس حقاني خوشې کړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي که څه هم نه وايي چې ایا خلیلزاد له حکومت څخه د انس حقاني د خوشې کولو غوښتنه کړې که نه خو همدې ټکي ته په اشاره وايي: ((په دې اړه به پریکړه افغان حکومت کوي، دا هم په موږ پورې اړه لري چې طالب زندانیانو سره څه ډول چلند کوو؟))
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له دریو ورځو راهیسې مېشت خلیلزاد لا تر اوسه نه دي ویلي چې د څه لپاره کابل ته راغلی دی؟
BUSINESS ON AFGHANS BLOODS;
EVERY DAY AFGHANS GIVES THEIR LIFE; SORRY FOR THAT.
BUT TALIBS RELEASED BY DIFFERENT WAYS;
SOME TIME KARZAI BECOME MERCIFUL ON TALIBS,SOME TIME ASHRAFGHANI GIVE ORDER.
FOR RELEASING TALIBS.
NOW KHALILZAD AFGHAN BUTCHER BECOME NEW STEPBROTHER OF TALIBS.
WANT TO HAVE SOME CREDIT BY TALIBS, DO BUSINESS ON AFGHANS COSTLESS BLOODS.
***********************************************************************
WHOLEH MEE KHANDA TAH NAH JOREEGY*******CHEE WHOLAH KHANDA TAH JOORAWEM/
ZHAHRA RAZEENAH MANANAH