تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: ولسمشر غني د امریکا د سولې انسټیټوټ له مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي د سولې لپاره یې اووه ماده ییزه طرحه د دې لپاره جوړه کړې ده چې حکومتي ظرفیتونه ورسره پیاوړي شي او د طالبانو د ادغام زمینه سازي ورسره وشي.
د ارګ له لوري تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې تېر مازیګر ولسمشرغني د امریکا د سولې انسټیټوټ له غړو سره به لیدنه کې ویلي، افغان حکومت د یوې باعزته او تلپاتې سولې په لټه کې دی.
ولسمشر دغه پلاوي ته د سولې په تړاو خپل اووه ماده ییز پلان تشریح کړی او ویلي یې دي چې په دې طرحې سره به د ولسوالیو به کچه شخړې او تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي.
خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان د شخړو د دوام پر لاملونو په تېره د طالبانو د جګړې په اړه هم خبرې وشوې او ولسمشر ویلي چې په دې طرحه کې یې نه یوازې د اوربند بلکې د مخامخ خبرو د پيل لارې چارې هم ذکر کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره په سیمه ییز، کورنۍ او نړیواله کچه هڅې ګړندۍ شوې دي.
موږ افغانان باید نور نړی او ملګرو ملتونوته د خپل ګاونډیو په اړه شکایت وکړی ځکه دوی تل جنګی ډلو مالی او نظامی ملاتړ کړی او زیاتره وخت د دوی نظامی او سیاسی چارواکو په تیره بیا عمران خان د ملګرو ملتونو په غونډه کی د پوځ او څارګرو ادارو ملاتړ له وسله والو طالبانو او مخکینیو مجاهدینو سره واضح کړ مګر لا تر اوسه امریکا او نړیوال پاکستان په وړاندی ګونګ او کاڼه دی داسی ښکاری چی امریکا پدی قتل او قتال کی ورسره شریک دی