تاند- د ایم آی ټي پوهنتون څېړونکو له یوه ویروس څخه په استفادې د لیتیومي بېټریو موثریت څو برابره زیات کړی دی.

دوی یو جنیټیکي اصلاح شوی ویروس د میکروسکوپي الیکترودونو پر سیمونو ږدي او په دې توګه د لیتیومي بېټریو د کار کولو ظرفیت زیاتوي.

دا بېټرۍ نن سبا په اکثرو الیکترونیکي وسایلو لکه موبایل، لپ ټاپ او نورو کې کارول کېږي. او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو کلونو کې د موټر د تېلو ځای ونیسي.

ویروس د لیتیومي بېټریو ټول محدودیتونه له منځه وړي.

په دې ټکنالوژۍ کې د هغو سیمونو یا تارونو چې د الیکترودونو په توګه ورڅځه کار اخیستل کېږي، پنډوالی د یوه سره ګلوبول هومره دی.

په دې پروژه کې استعمالېدونکی ویروس ایم ۱۳ نومېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *