تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: جاپان په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته له مرسته رسوونکي بنسټ یو این ایچ سي آر سره ۲ میلیونه او سل زره ډالر مرسته وکړه.

د کډوالو نړیوال سازمان به په دې پيسو اویا زره افغان کډوالو ته د پاکستان په څلورو ایالتونو کې د زړه کړې، روغتیا او د پاکو اوبو د رسونې کارونه ترسره کوي.

په دې تړاو نن سه شنبه په پاکستان کې د جاپان د سفیر کونینوري میتسوډا او د پاکستان لپاره د یو این ایچ سي آر استازې رووندریني مینکیډیولا یو سند هم لاسلیک کړ.

د ملګرو ملتونود کډوالو سازمان د پاکستان د برخې مسوولې رویندریني وویل، د جاپان په دې مرسته به افغان کډوالو ته د لومړنیو زده کړو او روغتیايي اسانتیاو په برابرولو کې ډېر کار وشي: (( افغان کډوال په خاصه توګه په بلوچستان کې له وچکالۍ سره مخ دي، موږ به دوی ته پاکې اوبه برابرې کړو.))

په همدې حال کې د پاکستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي کونینوري میتسوډا هم وویل خوشاله دی چې هېواد یې افغان کډوالو ته په پاکستان کې له کلونو راهیسې د ژوند د لومړنیو اسانتیاو برابرلو کې مرسته کوي.

د یادونې ده چې جاپان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان لپاره د نړۍ په کچه پنځم لوی مرستندوی هېواد دی، همداراز جاپان د افغانستان د مرستندویانو د لیست په سر کې هم ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *