تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: د کرنې وزارت د کابل په ریشخور یسمه کې د ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د شیدو د پروسس فابریکه جوړوي.

د کرنې وزیر نصیر احمد دراني نن دغې فابریکې د کار د پيل په مراسمو کې وویل، دا فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۰ زره لیټره شیدو د پروسس ظرفیت ولري، ماسته، شوملې، پېروی، چکه، کوچ او پنیر به هم په کې تولیدېږي.

نوموړي وویل، د دغې فابریکې له فعالیت پیلولو سره سم به افغانستان ته د لبنیاتو په وارداتو کې د پام وړکموالی راشي: (( دا فابریکه به د لبنیاتو په وارداتو کې دورځې ۸۰ زره لیټره کموالی راولی، همدا راز به اته زره مالداره کورنیو او ۱۵۰ کارګروته د روزګار زمینه برابره کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت د احصائیې له مخې دا مهال ۳۳۵ زره افغانان په مالدارۍ بوخت دي چې ۵۱ سلنه یې په دودیز ډول مالداري کوي.

One thought on “کابل کې د شیدو د پروسس پر لویه فابریکه کار پيل شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *