تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: ولسمشر غني، د بهرنیو چارو له وزارته د صلاح الدین رباني تر استعفی وروسته په دغه دولتي اداره کې د اصلاحاتو په چټکتیا او جدي پرېکړو ټینګار کړی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت له مالي، سیاسي، اداري او اقتصادي معینانو سره په جلا جلا ناستو کې له هغوی غوښتي چې په وزارت کې د اصلاحاتو لباره دې خپلې طرحې ورته وړاندې کړي.
ولسمشر همدا راز معینانو سره په کتنو کې ټینګار کړی چې دغه وزارت کې به په پوره جدیت سره د اصلاحاتو لړۍ چټکه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا نن یو مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې د وزارت سرپرست او سیاسي معین ادریس زمان د بهرنیو چارو وزارت له ټولو کارمندانو څخه غوښتي چې په ټولنیزو شبکو له خپل سیاسي او امنیتي نظرونو شریکولو څخه ډډه وکړي ګني سرغړوونکو ته به جزا ورکړي.
تر دې وړاندې د میک پلټونکې ادارې لخوا په بهرنیو چارو وزارت نیوکه شوې وه چې دغه وزارت کې ۴۰ سلنه مقررۍ په غیر قانوني ډول شوې دي.
همداراز وزارت تورن دی چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د دیپلوماسۍ دستګاه فلج او د قومیت او تعصب ریښې یې زیاتې شوې وې.