ولسمشر کرزی وایي، له امریکا سره د امنیتي تړون په تر ټولو جنجالي موضوع موافقې ته رسېدلی دی. پر افغانستان د بهرني تجاوز موضوع یو له هغو ټکو وه، چې ددغه سند برخلیک یې تر لویې جرګې را ورساوه، خو د جرګې تر جوړېدو مخکې اختلاف حل شوی.

د طالبانو او حزب اسلامي وسله والو ډلو استازي هم جرګې ته راځي او افغان دولت په جرګه کې دا ترکیب د مشروعیت معیار ګڼي.

((د جرګې د کډونوالو په ترکیب کې د وسله والو مخالفینو په اشتراک د امریکا تاکید ددې لپاره دی، چې د امنیتي تړون سند قوي شي او مشروعیت یې هم ونه ګواښل شي.)) جنرال عتیق الله امرخېل

په کابل کې د امنیتي تړون په هلکه د جوړېدونکې لویې جرګې پر ضد لویې ډلې کار کوي، چې د جرګې پرېکړه او مشروعیت وننګوي.

ډېرې داسې اعتراضیه غونډې جوړې شوې او ډېرې نورې کړۍ یې د جوړېدو په هڅو بوختې دي.

پرون د (پیام افتاب) په نوم رسنۍ په سلګونو بلنلیکونه استولي و، چې د جرګې په مخالفت کې غونډه راوبولي، خو د فعالیت د قانوني جواز له کبله حکومت د رسنۍ ددې غونډې مخه ونیوله.

په اطلاعاتو و فرهنګ وزارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي محور ورځپاڼې ته وویل، چې دغه رسنۍ د خپلو خپرونو لپاره له ایران څخه مالي امکانات ترلاسه کوي او شک دی، چې یاده غونډه هم د ایران په اشاره جوړېده.

افغان حکومت او د جرګې جوړېدونکی پلاوی هڅه کوي د تړون په اړه د احتیاط، دقت او معلوماتو شریکولو په مرسته مخالف دریځونه را نرم کړي او لږ تر لږه د لویې جرګې جوړېدل له ننګونو وژغوري.

له امریکا سره په امنیتي تړون کې تر ټولو جنجالي موضوع پر افغانستان د بهرني تجاوز تعریف دی، چې د خلکو د تحلیل پر بنسټ پاکستان ته ګوته نیول کېږي او طالبان ددغه تجاوز یوه بڼه ګڼي.

خو ولسمشر کرزی وایي، له امریکا سره یې پدې تعریف اختلاف حل شو ی دی، دده په خبره ځینې نور موارد هم شته، چې امریکا یې باید ومني، خو ښکاري چې نور موارد به ډېر حساس نه وي.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، لویې جرګې ته د وسله والو مخالفینو د یو تعداد مشرانو رابلنه کې د افغان دولت تر تشویق زیات د امریکایانو فشار دی، چې هغوی د تړون په اړه بد نیت ونه لري.

شنونکي وایي، امریکا تر دولت زیات په افغانستان کې په مخالفو او موافقو ډلو ټپلو اغېز لري.

د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل وایي، دا چې امریکا په افغانستان کې د جګړې یو اړخ دی، نو حتمي ده، چې د جرګې په ترکیب یې هم اغېز شته :((د سند د قوي کولو لپاره د جرګې په ترکیب کې د وسله والو په ګډ‌ون کې د امریکا مشوره شته او کابل ته د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راتګ یې هم په همدې تړاو وو.))

دا پداسې حال کې ده، چې په تېر اکتوبر کې د اکلیل حکیمي او امریکایانو ترمنځ د امنیتي تړون پر سر د بحثونو راپور رسنیو ته لاره کړې او ښاغلي حکیمي ولسمشر کرزي ته خبر ورکړی، چې د امنیتي تړون په اړه امریکایان خپل هېڅ تعهد الزامي نه ګڼي.

بل پلو د پوځي چارو شنونکی جنرال امرالله امان د امنیتي تړون پر سر له امریکا سره د افغان حکومت ناندرۍ یوازې نرمه غېږه بولي، چې په وینا یې ولسمشر کرزی یې د تاریخ له تور څخه د خلاصون لپاره غږ  پورته کوي :((د طالبانو په راوستو نه کرزی معجزه کولای شي او نه امریکا، طالبان اوس هم د جرګې مخالف دي، ددې دلیل دادی چې نه نا امني کمه شوه او نه د طالب په تګلاره کې تغیر محسوسېږي. دا تړون حتمي لاسلیکېږي، زه اسناد لرم، چې له مرکزه ولایتي ادارو ته مشخص شوي کسان به په جرګه کې ګډون کوي.))

خو د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وایي، که هره غاړه طالبان پدې جرګه کې ګډون ته وهڅوي، افغان سولې او راتلونکې لپاره یې ګټه ډېره ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *