مجیب حلیمي

ټېکنالوژي د ۲۱ پېړۍ د ژوند او ژواک اړتیا ده، پوهان وایي چې شاید د دې پېړۍ له نیمایې وروسته  نړۍ د اقتصادي جګړې پر ځای سایبري جګړې

(cyber-war) ته مخه کړي، او هر هغه هېواد به مخکښ وي چې ډېره ډېټا یانې د معلوماتي ټیکنالوژۍ ترڅنګ د خلکو معلومات ولري.

د باسټن په نوم شرکت، چې په ۱۹۹۲ م کال کې جوړ شوی دی او قسماقسم روبوټونه او وسایل جوړوي، اوس پر داسې روبوټ کار کوي چې انسانانو ته ورته فزیکي کارونه وکړي. د همدې ادعا په تړاو د سپیس ایکس شرکت مشر ایلن ماسک هم ویلي و چې مصنوعي ذهانت د بشر د ژوند لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

خو د باسټن شرکت مسؤلینو ویلي چې د مصنوعي ذهانت سره مل روبوټونه باید داسې لارښود شي چې د بشر ژوند ته تاوان ونه رسوي. دوی اوس همداسې روبوټ جوړ کړې دی او د ایلن ماسک ادعا یې د ده خپل شخصي نظر ښوولې دی.

ټیکنالوژي د نړۍ په هېوادونو مستقیم او غیر مستقیم اغیز درلودی شي. مستقیم اغیز د هېواد په راوان دوران کې تغیر راوړي او غير مسقیم یې د هېوادونو پر اقتصادي، بشري منابعو اثر لرلی  شي.

ښه مثال يې د امریکا په تېرو الکترونکي ټاکنو کې د ټرمپ کامیابیدل بللی شو، چې پر هېواد او نړۍ یې مستقیم او غېرمستقیم اغیز درلود.

ټیکنالوژي له خطرونو سره مخ یو صنعت دی، او هر هېواد د دې خطر د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، کله چې د امریکا متحده ایالاتو ټولټاکنې د روسي هکرانو لخوا د ټرمپ په ګټه تمامې شوې نو د دې وروسته بیا د دوی د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت په کال کې ۱۹ بیلونه ډالر په معلوماتي ټېکنالوژی باندې ولګول.

ځینې وخت ټیکنالوژي په هېوادونو کې ډېره موثره هم تمامېدای شي او اغیز یې مثبت وي، لکه په ایستونیا هېواد کې د الکټرونکي ټاکنو سرته رسول چې وګړو یې د خپل کور او کار ځایونو څخه خپله رایه وکاره وله. په ۲۴ ساعتونو کې یې مشر وټاکل شو، اقتصاد ته ضربه ونه رسیده، خلکو د خپلې رایې استعمال په خپلو سترګو ولیده.

د نړی ۲۰ ٪ کاروبارونه په ټېیکنالوژۍ ولاړ دي، انلاین پلور او پېرل په نړی کې په چټکې سره مخ پورته راوان دی، د ټیکنالوژۍ د وسایلو ستر تولیدونکی هېواد چين دی، دوی اوس د ۵ جي په نوم ټیکنالوژی خدمات وړاندې کوي چې خورا ستر بدلون ورسره راروان دی او په نړی یې تر دې دمه ډېر اغیز شیندلی دی، دغه ټیکنالوژي به د بې ډریوره موټرونو، د معلوماتو په لیږد او ځینې نورو مهمو اړینو برخو کې وکارول شي،۵ جي به په نړۍ ستر اغیز ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *