وروسته له هغې چې د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ جودرې کلي یو جومات کې ځانمرګی برید وشو او ۷۲ لمونځ کوونکي پکې شهیدان او ۳۶ نور ټپيان شول، د سخت دریځو ډلو پروړاندې د خلکو کرکه لا ډيره شوه او خلک لا ډير متوجه شول چې د افغانستان جګړه د اسلام او جهاد په نوم ده، خو استخباراتي اهدافو لپاره ملکي وګړي په نښه کیږي.
که د هسکه مېنه چاودنه هرې ډلې کړې وي، مسوولیت یې پر طالبانو دی، ځکه همدا طالبان دي چې نورو ترهګرو ته یې بستر برابر کړی دی، همدا طالبان دي چې نورو ترهګرو ډلو ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې.
که طالبان ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو پروړاندې خنډ جوړ نه کړي، هیڅ ترهګره ډله افغانستان کې ژوندۍ نه شي پاتې کیدلی، خو دا چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر کار اخلي او لارې، سړکونه یې پر ماینونو پوښلي، همدا لامل دی چې نورې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.
د هسکه مېنه ولسوالۍ مسوولیت په ښکاره طالبان و نه منه، او برید یې وغنده، خو که د دې ډول بریدونو تر شا وګورئ دا ډول بریدونه طالبانو کړي او کوي یې.
افغان ولسمشر چې د دې برید له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره هسکه مېنه ولسوالۍ ته ورغلی و هلته یې له خلکو سره ژمنه وکړه چې دا ډله به له منځه وړی او دوی سره به ژمنې عملي کوي.
ولسمشر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د داعش لمن له ننګرهار ټوله کړي او دا ډله له منخه یوسي.
د همدې ورځې په سبا د اچین باندر سیمه کې عملیاتو کې پرمختګ وشو او د داعش هغه مرکز ونیول شو چې دوی د خراسان په نوم یادو.
په دې جګړه کې ځینې داعش ووژل شو او ځینې پخواني مرکزونو ته ستانه شول چې د ډیورنډ تر کرښې هاخوا دي.
له دې سره یو ځای هسکه مېنه سپين غره لمنو کې پراته داعش وسله والو له کورنیو سره یو ځای تسلیم شول.
دا ډله داعش اکثره یې خوارج دي چې د یمن اوسیدونکي دي او دلته د جګړې لپاره راغلي و.
که طالبان د داعش لپاره حلقوي دیوال نه وی، دا ډله دومره نه وه چې افغانستان کې یې دومره اوږد فعالیت کړی وی، داعش ډله یواځې د ګوتو په شمېر ده او افغان ځواکونه یې څو ورځو کې له منځه وړل شي.
خو دا چې هر ځای کې د داعش لپاره طالبانو حلقوي کمربند جوړ کړی نو افغان ځواکونه په اسانۍ نه شي کولی دې ډلې ته لاس رسی ولري.
د داعش او طالبانو ترمنځ جنایتونو کې هیڅ فرق نشته، همغه اسلام او جهاد تر نامه لاندې چې طالبان تاوتریخوالی کوي، تر همغې شعار لاندې داعش هم فعالیت کوي.
طالبان هم افغانان وژني او داعش یې هم وژني، نو د افغانانو لپاره هیڅ فرق نه کوي، دواړه ډلې د افغانانو او افغانستان دښمنان دي، خو یواځې د بیرغ او نوم توپیر یې شته، نور یې وحشتونو او جنایتونو کې هیڅ توبير نشته.