تاند، چهار شنبه، د عقرب ۸مه: درملوګ شرکت تایید کړه چې له بایومتریک ماشینونو څخه اطلاعاتي بانک ته ۱ میلیون او ۹۰۰ زره رایې انتقال شوې دي.
دغه شرکت، د ټاکنو کمېسیون ته په استولیو ایمیلیونو کې ویلي، چې ۱۳۷ زره جنجالي رایې یې د ټاکنو په لومړۍ ورځ قرنطین کړې وې.
درملوګ شرکت دا خبرې د کمېسیون د هغه ایمیل په ځواب کې کړې دي چې ویلي یې دي له نوماندانو سره په معلوماتو کې پرتې رایې یو میلیون او ۷۹۱ زره ۷۰۳ دي خو ستاسې سیسټم ولې دا رایې یو میلیون ۹۲۹ زره او ۳۳۳ رایې ښيي؟
په دې ځواب کې د درملوګ شرکت ویلي، ۱۳۷ زره ۶۳۰ رایې دوی له لومړي سره ځکه قرنطین کړې وې، چې د کمېسیون کارمندانو ځینې رایې پاڼې سهار وختي، یا هم د ټاکنو د ورځې له پایه وړاندې ثبت کړې وې او بیا یې بایومتریک ماشینونه غیر فعال شوي وو.
خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، یوازې ایمیلونه کافي نه دي بلکې درملوګ شرکت دې کره شواهد او اسناد خلکو ته وړاندې کړي.