زموږ کلي که یو سړی و د فدا محمد په نامه دغه سړی د کلي د خان (قدرت الله )په ځمکو کې کار کوو فدا محمد د خان ځمکو مسولیت ترڅنګ د خان نخرې هم په سر وړلې . دا سړی په همدې شکل عادت شو او ماشومانو یې هم یاده کړنلاره پلې کوله.
بلخوا د خان ماشومانو هم د خانۍ خوې اخیستی و . د وخت په تیریدا فدا محمد د ښه مال خاوند شو خو هغه د غلامۍ زهر چې وجود کې پاشلې شوي وو هغه ذرات د فدا محمد په وجود کې د خانۍ حس د وژنې سبب شو. فدا محمد او ماشومانو یې تل ځانونه د ټولنې څخه رټل شوي اشخاص بلل.
نو انسان د خپلو عادتونو په مطبق تربیه اخلي زموږ عادتونه زموږ شناخت جوړوي او او خپله پکې اړین رول لرو.
د یوې سالمې ټولنې د شتون لپاره لازمه ده د ټولنې وګړي فکري استقلالیت ولري دا عمل انسان ته هغه مستقیمه لار ښايي ، چې په وسیله انسان کولای شي ځان او نور وګړي له سترو بدبختیو وباسي.
اوس همدغه تجربه خپلې ټولنې له حالتو سره پرتله کوم ، د انګلیس راتګ د روس راتګ او د امریکې یرغل زموږ په خاورې زیاتره افغانان له دې خواصو وویستل ، چې خپلواکه فکر ولري یا د فکري استقلایت څخه برخمن وي او په خپل برخلیک په مکمله توګه برلاسي اوسي . او د مرکزي حکومت پیاوړتیا برخې کې پیاوړي ګامونه واخلي.
که د تاریخ پاڼې وسپاړو د سلطنت له دورو پیل د جمهوریت تر دې دمه دورو پورو ملت د خپل مسوولیت پنډوکی د مرکزي حکومت پر ملا تړلې چې همدا عمل د مرکزي حکومت د ملا ماتیدو او کمزورتیا سبب شوی او د دوئ تر منځ د مسوولیتونو د نا سم پیژندنې سبب شوی.
دغې ملت د نهو میاشتو حکومت شرم هم په سر اخیستی او د دوه میاشتو هم ، د جمهوریت په دار ځړل یې هم لیدلي بیا د جمهوریت تدفین ته هم ولاړ شوي او د سلطنتي توربوریو شخړې هم زغملې.
د کورنیو شخړو قربانيو ته یې سر هم ټیټ کړی او بیا د جهاد نامه باندې ملنډې هم وهلي د فرهنګ جنازې یې هم ویستې او د بې سوادۍ زولنې هم په خپلو تړلي.
د دې ټولو سره ،سره د ۱۹ کالو جګړې قربانۍ وروسته یې د سرسخته جنګیالي لقب هم په سینې ټپلی.
نن یې هم د موټرو ، دفاترو او کورني مجلسونو فضا ټولنیزو رسنیو موضوعاتو ته سپارلې او که چیرې په دغو موضوعاتو کې له شخړو سره مخ شي بیا د خپل پنځه زره کلن تاریخ ګریوان ته لاس اچوي او میرویس نیکه، احمدشاه بابا، امان اله خان، ډاکټر نجیب، دواد خان او ډیرو شاعرانو، لیکولانو له مټو نیسي؛ چې د دوئ دغه ناحقه دعوو لپاره شاهدات ورکړي.
نو تر ټولو اړینه خبره دا ده، چې دموکراسۍ فضا کې قدرت د ملت لاس کې وي او پخپله ملت قدرت ته رسیږي د مرکزي حکومت هره نیمګړتیا د ملت نیمګړتیا ده . او دا ټول د فکري استقلالیت په وسیلې ترلاسه کیږي.
د فکري استقلایت لپاره لازمه نه ده چې تاسې خپلو افکارو ته زندان جوړ کړئ بلکی تاسې خپل افکار د یوې دایرې ترمنځ وساتئ خو د پاخیدو او ستر کیدو هڅه وکړئ.
او دا عمل موږ د پیاوړې مطالعې ، د منطقي او پوه اشخاصو سره د ناستې پاستې ، د جبر او زور په وړاندې دریدو، او د خپل دیني ، تاریخي ، کلتوري ، فرهنګي ارزښتونو پیژندې او ساتنې په ذریعی تر لاسه کولای شو. فدا محمد پخپله د دې باعث شو چې خان تر اخره خان پاتي شي.