تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سولې او جګړې په اوج کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده او وايي، د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د افغان ځواکونو تلفات د پام وړ زیات شوي دي.
ورځپاڼه د امریکايي پلټونکو د وروستیو دریو میاشتو جون، جولای، اګست میاشتو د راپور په اساس وايي، د تېر کال د همدې مودې په نسبت سږ کال د افغان ځواکونو تلفات ۵ سلنه لوړ شوي دي، په داسې حال کې چې پېنټاګون تېر کال د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړ ګراف له زغمه وتلی بللی و.
د ورځپاڼې په حواله که څه هم افغان حکومت د خپلو پوځي تلفاتو راپورونه نه خپروي خو د ۲۰۱۸ کال په اواخرو کې ولسمشر غني ویلي وو، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې ۲۸ زره افغان سرتېري په جګړه کې وژل شوي دي.
خو راپور وايي، د افغان ځواکونو په تلفاتو کې د پام وړ زیاتوالی له هغې وروسته راغلی چې ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره په سپټمبر میاشت کې مذاکرات ودرول او ټول لوري د جګړې ډګر ته کېوتل.
له هغې وروسته د افغان ځواکونو په عملیاتو کې زیاتوالي ته هم اشاره شوې او ورځپانه وايي چې افغان پوځیانو له جنورۍ څخه تر سپټمبره پورې ۲۵۳۱ ځمکني عملیات کړي دي چې د تېر ۲۰۱۸ کال له عملیاتو یې تعداد خورا زیات شوی دی.
ورځپاڼه وايي، په افغان پوځ کې د نفوذي بریدونو کې هم زیاتوالی راغلی او سږ کال له جون څخه تر اګسته پورې د یوشمېر پوځیانو لخوا په خپلو نورو داخلي پوځي همکارانو بریدونو کې ۸۷ پوځیان وژل شوي او په ټول کال کې د ۴۹ داسې بریدونو له کبله تر اوسه ۱۶۷ پوځیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې امریکا په تېرو ۱۸ کلونو کې پر افغان پوځ ۷۰ میلیارده ډالر لګولي دي.