تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: د دولت ساز ټاکنیز ټیم وايي، د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ د اندېښنې وړ دی او کمېسیون باید په دې هکله وضاحت ورکړي.

 د دولت ساز ټاکنیز ټیم سیاسي کمېټې نن پنجشنبه تاند ته په یوه استولې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې او د ولسمشریزو ټاکنو له مالي تمویلوونکو غوښتي چې د کمېسیون خپلواکۍ ته دې درناوی وکړي او په ټاکنیزه پروسه کې دې له هر ډول مداخلې ډډه وکړي.

 دولت ساز همدا راز پر ټاکنیزو کمېسیونونو هم غږ کړی چې خپل استقلالیت او اعتبار وساتي او تر هیڅ ډول بهرنیو فشارونو، د زورواکانو او له قانون څخه د سرغړوونکو تر تاثیر لاندې رانه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ټاکنو کمېسیون ته د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو تګ راتګ زیات شوی او کمېسیون د تخنیکي ستونزو له کبله د ټاکنو  د لومړنیو پایلو لپاره نوې نېټه د عقرب ۲۳مه ټاکلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *