تاند، پنجشنبه، د عقرب ۹مه: نن د اکتوبر په ۳۱مه د عامې روغتیا وزارت لخوا د ښځو د سینو د سرطان پر ضد د مبارزې د کمپاین میاشت پای ته ورسېده.
دغه وزارت اندېښنه ښودلې چې په هېواد کې د سینو د سرطان له کبله د مېرمنو مړینه زیاته شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د خطرناکو ناروغیو د برخې رئیس حبیب الرحمن اروال وايي، د اټکلي شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې ۳ زره افغانې مېرمنې په سرطان اخته شوې دي چې له کبله یې ۱۷۰۰ مېرمنې له دغې ناروغۍ مړې شوې دي.
د ښاغلي اروال په خبره داسې امکان شته چې په افغانستان کې سږ کال د سینې په سرطان د اخته مېرمنو شمېر دوه چنده لوړ شوی وي.
بلخوا د روغتیا وزارت د سرطان د کنټرول پروګرام مشر عبدالله میهن وايي، په افغانستان کې د سینو په سرطان اخته شوې مېرمنې تر ډېره له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې عمر لرونکې دي: ((هغه مېرمنې چې له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۲۰ کلونو پورې او له ۳۱ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري په دویم او دریم مقام کې راځي چې زیاتې په سرطان اخته شوې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان ۲۰ زره وګړي په سرطان اخته شوي چې له دې منځه یې ۱۵ زره کسان مړه شوي دي.
د روغتیا سازمان همدا راز وایي، په راتلونکو لسو کلونو کې به د ټولې نړۍ په کچه له سرطاني ناروغیو څخه د مړینې کچه ۵۰ سلنه لوړه شي.