تاند(پنجشنبه د عقرب ۹) د (CACI) په نوم نړیوال شرکت نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د ساتنې لپاره د استخباراتي خدماتو په خاطر د پنځو کلونو لپاره د ۹۰۷ ملیون ډالرو قرارداد ورسره شوی دی.

د دې قرارداد پر اساس به د (CACI) شرکت استخباراتي او استخباراتي ضد ماهران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو د ملاتړ لپاره په امریکا او له امریکا دباندې دغو پوځیانو ته د استخباراتو او تحلیل په برخو کې تخصصي ماموریت ترسره کوي.

د (CACI) شرکت شنونکي به له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه کار اخلي چې کار یې لا دقیق وي او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت پوځیانو ته استخباراتي معلومات په اغېزمن ډول تحلیل کړي.

د (CACI) شرکت اجرايي رييس جان مینګوسي وویل«د CACI استخباراتي ماهران چمتو دي چې تر ټولو له پرمختللې تحلیلي استخباراتي ټکنالوژۍ او سیسمونو کار واخلي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې زموږ پوځیان وساتي.»

One thought on “په افغانستان کې د استخباراتي ملاتړ لپاره د څه باندې ۹ سوه ملیون ډالرو قرارداد”
  1. the mean of this agreement/us army will stay in afghanistan.
    do not need an explanation/if need intelligence service for force.
    force should be in Afghanistan.IS TERLIBANS KNOWS ABOUT IT?
    SAME GAME IN DIFFERENT FORMATE.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ